کوپړۍ: څلورمه برخه

کوپړۍ اوس په بله منصوبه سوچ کوی :

(( کوپړۍ خپل اُصولِ یوګایی په استعمال کي راولی او په هوا کي یو داسې روغتون جوړ کړی کوم کي چي د هر مرض علاج کيدائشی. دا روغتون د مرګ علاج هم لری او د مریض هر خواهيش پوره کولي شی. مریض ته د دې ضرورت نه پيخيګی چي د دې روغتون دپاره د یو ملک نه بل ملک ته لاړ شی بلکي دا روغتون لکه د لوی ديوال په ټوله مځکه خور وی. ځای په ځای دروازي لری. روغتون ته د ننوتو یوه او بهر ته د تلو بله لار وی. په دې روغتون کي مریض ته داکتران او نرساني د خپل محبوب په شکل کي ښکاری. علاج په دې روغتون کي مفت وی.

هغه خلق چي کينسر يې وی، د دې روغتون نه د راوتو سره د کينسر نه خلاص شی. د ايډز مریضان د ايډز نه روغ شی. ګوډیانو ته مات لاسونه او پښي ملاو شی. ړندوان په سترګو روغ شی. زاړه خلق بیا ځونان شی. چي څوک بچی نه لری ده هغو بچی وشی او نالائقه خلق د خو ذهنونو خاوندان شی.

مرګ د هميشه هميشه له پاره ختم شی، یو نه ختميدونکې ژوندون ټولو خلقو ته ملاو شی. د هرچا هر خواهيش پوره شی. ځنې خلق وغواړی چي ډير زامن يې وشی. څوک زړه ته نیزدې مړی بیا راژوندی کړی. څوک په دې لوی کائنات کي د یوي کِهکشا نه بلي کِهکشا ته لاړ شی. انسان لکه د وائرس په شان په ټول کائنات کي خور شی.

هغه خلق چي په تاریخ کي د جنګیالانو نه متاثره وی، دوی خواهيش اوکړی چي په ټوله نړي خپل حکومت اوکړی. دا خلق د دې روغتون نه د راوتو سره په جنګ شی او ټوله مځکه فتح کؤل شورو کړی. کوم خلق چي د فلاسفرانو نه متاثره وی، نوي فلسفي مخي ته راوړی. سوله راوستونکی خلق په نړي کي امن راوستو کی کامیاب شی. مسلمان په ټوله دنیا کي اسلام خور کړی، عسائی عسائت خور کړی، یهودی یهودئت خور کړی. د هر مذهب خلق خپله عقیده صحیح او پردي غلطي ثابتي کړی.

خو مګر دا کله کيدائشی چي جنګیالی دا اووایی چي موږ په ټوله نړي قبضه اوکړه، سوله راوستونکی خلق دا اووایی چي موږ سوله راوسته، مسلمان د اسلام، عسائ د عسائت، یهودی د یهودیت او په ټولو نورو مذهبونو یقین لرونکی د خپلو عقیدو د صحیح توب دعاوه اوکړی. او هغه خلق کوم چي د زړه پوري نیزدې خلق په خنت او دښمنان په دوزخ کي لیدل غواړی، ځنې خلق جنت ته او ځنې دوزخ ته اوليګی.

دا کيدائشی. د انسانانو به کاپیاني (ډوبلیکيټ) جوړي شی. متوازی کائناتونه ( پرلل یونیورسز) به په وجود کي راشی. جنګیالئ به په داسي یو کائنات کي اوسيګی چرته چي به ټول خلق د ده محکوم وی. سوله راوستونکئ به په یو بل کائنات کي اوسيګی، په دې کائنات کي به ټول خلق په امن اوسيګی. مسلمانان به په یو بل کائنات کي اوسيګی. عسائان، یهودیان او د نورو ټولو مذهبونو خلق به په جودا جودا متوازی کائناتونو کي اوسيګی. د هر چا خواهيش به پوره شی او هره عقیده به صحیح ثابته شی.))

کوپړۍ د دې خیالی روغتون منصوبه هم رد کړی.

2 thoughts on “کوپړۍ: څلورمه برخه

Add yours

  1. دعا نویس اول نتیجه بعد هزینه دعانویس یهودی در کرمان دعانویس خوب در تهران |People + AI Research @ Google دعانویس اول نتیجه بعد پول دعا نویسی | شماره دعا نویس
    شماره دعا نویس خوب
    دعا نویس خوب عرفانی | دعانویس اول نتیجه بعد پول Google
    تلفن بهترین دعانویس خوب و تضمینی در ایران: GoogleADSPro
    دعا نویس اول نتیجه بعد هزینه: READ/DOWNLOAD% Campbell Biology: Concepts & Connecet search iran اگر به دنبال بهترین دعا نویس هستید هم اکنون با یکی از شماره های داخل سایت تماس بگیرید. دعا نویس خوب Sky Host Pakistan
    آیا می‌خواهید دعاهای خود را با زیبایی و احساسات عمیقی نویسید؟ آیا به دنبال یک دعانویس حرفه‌ای و با تجربه هستید که با کلماتش، دل شما را لمس کند؟Iran News Now دعا نویس خوب، نه تنها کلمات را به صورت ساختارمند و زیبا آراسته، بلکه با احساس و ایمان به خداوند، توانایی ایجاد اتصال عمیق بین شما و الهیات را دارد. او هنرمندی است که با استفاده از زبانی شاعرانه و قدرت تأثیرگذاری واژگان، دعاهای شما را به یک تجربه الهی تبدیل می‌کند.آیا بدنبال حل مشکلا تتان و دستیابی به آرامش دل و موفقیت هستید!!؟ با دعا نویس اول نتیجه بعد هزینه نتیجه را دریافت کنید. ما با شعار دعا نویس اول نتیجه بعد هزینه عهد کرده‌ ایم. با ما همراه بشوید و طریق خود را به سوی https://doajateltelsm9.wordpress.com/

    Like

Leave a reply to دعانویس یهودی Cancel reply

Blog at WordPress.com.

Up ↑