کوپړۍ: شپږمه برخه

کوپړي یو ځل بیا د خپل خیالی ملګری سره ملاويګی:

(( کوپړۍ د ليکچر شورو د خپلي دي مقولي نه کوی ــ زه پرانيستې، او ته بند کتاب یې. راځه چي دا کردارونه سره بدل کړو. اوس ته پرانپستې او زه بند کتاب شوم !

ملګرې وایی ــ ته داسې ولي نه وايې چي اوس موږ دواړه پرانيستې کتابونه شوو !

کوپړۍ وایی ــ کله چي موږ ټول پرانيستی کتابونه شوو نو انفارميشن انتهایی حد ته اوورسيګی. د فزکس په ژبه کي انټراپی میکسیمم شی. هر شی په توازن (ايکولیبریم) کي شی. تفریق (ډيفرينشل) ختم شی. تجسس نور پاتې نشی، تخلیق ختم شی او وخت هم ودريګی. نو ځکه دا پکار ده چي کردارونه بائد په پيره پيره کله بند او کله پرانيستی کتابونه شی. موږ چي په کوم کائنات کي اوسيګوو، دغه کائنات ځان ته لاري پخپله سیده کوی. دا کائنات زموږ د بچګانه انقلابونو محتاج نه دې. موږ ته پکار دی چي هغه پُختني (سوالونه) اوکړو چي د کومو ځواب یو بل سوال نه وی. که موږ دا سوال اوکړو چي دا کائنات چا جوړ کړې دې ؟ موږ ته که دا پته ولګيږی چي یو ذات داسې شته چا چي دا کائنات جوړ کړې دې نو بل سوال دا پیدا کيږی چي د هغه ذات خالق څوک دئ ؟ دغسي سوالونو ته زه مبهم سوالونه (ايمبګوس کويسچنز) وایم. او که زه دا سوال اوکړم چي دا کائنات څنګه په وجود کي راغلي ؟ دغه سائنس دې. فکری او تجرباتی فزکس هم په دې سوال کار کوی.

زه به تقریر په دا خبره ختم کړم:  څه رازده کړه، نو په ځواب کي به  زه هم څه در زده کړم !))  

Leave a reply to Mikayla Scotlynd Littrell Cancel reply

Blog at WordPress.com.

Up ↑