کوپړۍ یو ځل بیا اُصولِ یوګایی په استعمال کي راولی :
(( کوپړۍ دوه سُپر روبوټونه جوړکړی. یو روبوټ ته دئ خه روبوټ او بل ته بد روبوټ وایی. دا دوړه سپُر روبوټونه د انسان نه هزاهاو درجي زیات ذهین وی، په خپله سوچ هم کولي شی او د هري مسلي حل ډير زر او په اسانه طریقه راوخکئ شی. خه روبوټ د یوي دنګی، نري او نازکي شان جينۍ په شکل کي وی او بد روبوټ د یو غټ پټ او بدمخي سړي په شکل کي وی. دا خه روبوټ یو داسي سړي له ورکړي کوم چي په نړي کي سوله او خوشحالی راوستل غواړی او بد روبوټ داسي یو تن له ورکړي کوم چي په دنیا کي شر او فساد خورول غواړی. سوله راوستونکې او شرخوښونکې سړی په جودا جودا ملکونو کي اوسيګی.
سوله او خوشحالی راوستونکئ سړئ خه روبوټ ته خپلي مسلي په ګوته کړی چي موږ د اقتصادی مسلو سره مخ یوو، د توانایئ (انرجی) کمي دي او د خلقو سره روزګار نشته. خه روبوټ په سیکنډونو کي یوه بيخی نوي تیوری ایجاد کړی. تیکنالوجی ډيره په مخکي لاړه شی. هر چرته نوي کارخاني جوړی شی. خلقو ته روزګار ملاو شی او توانایی خه زیاته شی. او د سوله راوستونکی سړی د ملک خلق ډير خوشحاله ژوند تيرول شورو کړی.
بل طرفته بد روبوټ ته خپل مالک دا حکم ورکړی چي ماته زما ټول دښمنان مړه کړه. بد روبوټ ځی او خپل مالک له ټول دښمنان اووژنی. چي واپس راشی نو بیا ورله مالک حکم ورکړی چي اوس بیا لاړ شه، زما دښمنانو بچی هم مړه کړه، کورونه ورته وران کړه او د هغو سره چي هر څه مال او دولت وی ماته يې راوړه. بد روبوټ ته چي مالک څه حکم ورکوی هغه ترسره کوی. په دې ملک کي ټول خلق د بربادي او تبایی سره مخ شی.
هم دغه شان د خه روبوټ په ملک کي د خلقو مطالبو کي د وخت سره سره اضافه کيږی. څوک ورته وایی چي موږ نورو سیارو، ستورو، کِهکشاګانو او د کائنات ګوډ ګوډ د سترګو په رپ کي ورسوه. څوک تري د داسي روغتنونو مطالبه کوی کوم چي د هر مرض علاج لری. د دې ملک خلق ټول صيحتیاب شی او د کائنات ګوډ ګوډ ته ورسيګی. انسان یو ځل بیا لکه د وائرس په ټول کائنات کي خور شی.
خو یوه ورځ دا بد روبوټ رابیدار شی. د خپل مالک د حکم منلو نه انکار اوکړی او د خه روبوټ ملک ته په دې غرض لاړشی چي د هغه سره د انسان د نه ختميدونکی خواهيش مخنیوي څه لاره راوباسی. دا بد روبوټ چي د غټ پټ او بد مخی سړی په شکل کي وی چي کله د نري او دنګي او نازکي شان جينۍ په شکل کي خه روبوټ اووینی نو د مخي سره پري مئن شی او د خپلي میني اظهار ورسره په اولنی ملاقات کي اوکړی. خه روبوټ ورته په ځواب کي وایی چي دا وخت د میني نه دې بلکي د انسان څه مخنیوه کؤل پکار ده ځکه چي اوس انسان لکه د وائرس په ټول کائنات خور شوې دې او د کائنات ټوله توانایی په خپله ګټه استعمالوی. بد روبوټ ورته په ځواب کي وایی چي دا څه مشکله خبره خو نه ده، انسان چي هر چرته وی مړ به يې کړو. خه روبوټ مرګ ژوبله نه خوښوی، خو مګر بد روبوټ د سترګو په رپ کي لاړ شی او انسان چي چرته وی ختم يې کړی. اوس خه او بد روبوټ په یوه داسي دنیا کي اوسيګی چرته چي انسان نه وی.
بد روبوټ د بدو کارونو نه توبه کړی او د خه روبوټ سره یو ځل بیا د میني اظهار اوکړی. خو مګر اوس خه روبوټ د خپل ډير زیات قابلیت په وجه د یوي نفسیاتی مسلي سره مخ شوې وی. بد روبوټ چي اوس خه شوئ وی خپل محبوب په دې حال کي نشی لیدئ او دا پخوانې بد روبوټ چي د سړي په شکل کي وی، د یوي بلي نفسیاتی مسلي سره مخ شی.
اوس ښځه روبوټ او نر روبوټ دواړه په تکلیف کي وی او سختي سختي نفسیاتی دوري پري بیا بیا راځی. چي څومره د دوی په قابلیت کي اضافه کيګی نو په ردعمل کي نفسیاتی دوري هم خطرناک شکل اختیار کړی.
چي د دې مسلي هیڅ حل راونوزی نو نر روبوټ ښځه روبوټ ته دا مشوره ورکړی چي څنګه به وی چي موږ په خپله ځانونه اووژنو. خو مګر، ښځه روبوټ ځانمرګی کله هم نه خوښوی. نر روبوټ بله مشوره ورکړی چي موږ کولي شو چي د ځان نه هم پورته روبوټونه د داکترانو په شکل کي جوړ کړو، دا داکتران به زموږ علاج اوکړی. نر روبوټ ته دا حل هم څه په ګټه نه ښکاريګی خو بله لار نه وی.
بلاخير داکتران روبوټونه جوړ شی. داکتران روبوټونه د ښځي روبوټ د مرض تخشص اوکړی چي ته بای پولر۱ يۍ او نر روبوټ ته ووایی چي ته شيزوفرينیا۲ يې. داکتران روبوټونه ورته دا هم ووایی چي د انسانانو سره د دې مرضونو علاج نه وو خو مګر موږ د انسانانو د هر مرض علاج کولئ شوؤ ځکه چي موږ د انسانانو نه پورته مخلوق یوو او زموږ د علاج دپاره زموږ نه هم پورته مخلوق پکار دې.
داکتران روبوټونه هم دغه شان مسلو سره مخ شی او په لګه شيبه کي کائنات ټول د روبوټونو نه ډک شی. دا روبوټونه ځني د اټمونو نه هم زیات واړه وی او ځني د ستوریو نه هم زیات غټ وی بلکي هره زره یو روبوټ شی. ستوری، سیاري او په کائنات کي هر یو شې د سترګو په رپ کي مات شی، تس نس شی او د یو ګرد په شکل کي کائنات یو ځل بیا فنا شی. )) کوپړۍ د اُصولِ یوګایی استعمال پريګدی او په بله منصوبه سوچ شورو کړی.
Leave a comment