کوپړي د ځانمرګي د منصوبي نه پس په بله منصوبه سوچ شورو کړی. دې ځل غواړی چي د ادیب سره لیدل اوکړی. کوپړي په ډائري کي خپلي یو څو لنډي کیسي اولیکی او غواړی دا چي هر څنګه وی چي ادیب متاثره کړی. خیال يي دا وی چي کیدائشی ادیب د د په مخکي تلو کي مدت اوکړی او په دا طریقه ورته موقعه په لاس ورشی چي سټیج ته اورسیګی او خپله خبره نیغ په نیغه خلقو ته اورسوی. ادب خو دئ محض د وسلي په توګه استعمالول غواړی.
کوپړي سوچ کوی:
(( په ډائري کي خپلي یو څو رومانوی لنډي کیسي لیکی او د ایب سره وینی. ادیب ته اوله خبره دا کوی ــ زه رنځور یم او تاسو هغه داکتر يئ کوم چي زما علاج کولئ شی !
ادیب له خپله ډائری ورکړی او زیاتوی ـ په دي ډائري کي هغه افساني (لنډي کیسي) دی کومو چي زه بیمار کړي یم !
ادیب تري ډائری واخلی او دته د ناستي اواویی. کوپړي ډیر په ادب سره په مخامخ کرسي کینی.
ادیب چي ډائری پرانیزی کړی نو اولني افسانه يي دا لیکلی وی:
هلک
جینۍ چي څنګه کړکۍ کولاو ولیده نو یې بهر ودانګل. د کړکۍ نه بهر جینۍ یو لربه ولیدؤ. د لربه نه جینۍ لرګی وتښتولؤ. په لرګي جینۍ د هلک سر مات کړؤ. هلک مات سر د لرګي دپاسه راپرېوتؤ. جینۍ مرګ ته نیزدې هلک په ځای پرېښودؤ او په زغرده وتښتېده. اخیري سااغستونکي هلک په منډې شوې جینۍ ته اولنۍ او اخیري خبره دا وکړه، یه جینۍ !
ادیب ته دا افسانه ډیر خؤند ورکړی او وایی ــ ستا دا کیسه ډیره په زړه پوري ده. دا د ښځو د ازادي درس ورکوی !
هم په دغه پاڼه يي لاندې یو نظم لیکلي وی:
هغه چي تلی بیا راغلی نه دی
نه نه نه
دغه به نه کؤم زه
راځم به ضرور
ستا د لیدو د پاره
ادیب تري تپوس کوی ــ تا نور هم څه لیکلی دی ؟
کوپړۍ وایی ــ او ما یوه کیسه بله هم لیکلي ده. دا اولني کیسه ((هلک)) او ورپسې دا نظم چي کوم تاسو اوویل، دا دواړه که یو ځای کړي نو د دې نه یوه بله کیسه جوړيګی. دا نوي کیسه لنډه کیسه نه ده بلکي یو لوې داستان دې.
ادیب وایی ــ زه پوه نه شوم.
کوپړۍ وضاحت کوی ــ دا اوګورئ ستاسو په دفتر کي ډير څیزونه داسې دی چي د یوبل سره په ظاهره څه تعلق نه لری. مثال په توګه دا قلم دې، هغه ګلاس دې او داسې نور ډير څیزونه. خو که دا ټول څیزونه موږ راوخلو او په یو هار کي يي اوپيرو نو بیا دا ټول مختلف څیزونه د یو هار حیصه جوړه شی. هم دغه شان ((هلک)) کي هیرو مړ شی خو که د ((هلک)) لاندې دا نظم کيښودئ شی نو هیرو ژوندې پاتې شی او بل هلک مړ شی. د دې نوي کیسي عنوان هم هلک دې.
ادیب د کوپړۍ خبري ډير په غور سره اووری.
کوپړۍ خپله خبره جاری ساتی ــ د ((هلک)) شاته پسِ منظر دا دې:
د جينۍ کور ته یوه رشته رازی. جينۍ په هغه وخت په خپله کمره کي وی. رشته غوښتونکی خلقو کي یو هلک وی کوم له چي رشته غوښتئ شی او د هلک مور او پلار. هلک ساده شان وی او غټي چشمي يي اچولي وی. د هلک مور او پلار کله چي د جينۍ مور او پلار سره د رشتي خبره شورو کړی نو هلک پټ شان پاسی او جينۍ لټوی چي کومه کمره کي ده. د چشموواله هلک د جينۍ کمري ته اورسيګی او په مزه دروازه کولاو کړی او د ننه لاړشی. جينۍ چي څنګه اجنبی هلک په خپله کمره کي اووینی نو سخته اُویريګی. جینۍ په دروازه خو وتئ نه شی ځکه چي هلته هلک ولاړ وی. جينۍ ناڅاپه د کړکی په لار بهر اوودانګی. هلک هم ورپسي بهر اوودانګی. جينۍ چي شاته هلک د ځان پسي روان اووینی نو د هغي په ویره کي نوره هم اضافه اوشی. جينۍ اپلاو دپلاو ګوری. د جينۍ په کوڅه کي یو لربه لرګی ماتوی. جينۍ د لربه نه یو لرګی وتښتوی او د چشموواله هلک له په لرګی سر مات کړی. جينۍ لرګی ګوزار کړی او هم په هغه لرګی دپاسه د چشموواله هلک مات سر راپريوزی. جينۍ چي پوه شی چي هلک پاتيکيدونکې نه دې نو زغرده منډه کړی. خو مګر د چشموواله هلک لاتراوسه جينۍ ته یوه خبره هم نه وی کړي او د مرګ نه مخکي جینۍ ته اولني او اخیري خبره دا اوکړی ــ یه جينۍ !
کوپړۍ وضاحت جاری ساتی ــ دا لنډه کیسه (هلک) په دې ځای ختمه شی. خو مګر موږ کولي شوو چي (هلک) او د هغي نه لاندی نظم دغه شان اووتړوو:
هلک
جینۍ چي څنګه کړکۍ کولاو ولیده نو یې بهر ودانګل. د کړکۍ نه بهر جینۍ یو لربه ولیدؤ. د لربه نه جینۍ لرګی وتښتولؤ. په لرګي جینۍ د هلک سر مات کړؤ. هلک مات سر د لرګي دپاسه راپرېوتؤ. جینۍ مرګ ته نیزدې هلک په ځای پرېښودؤ او په زغرده وتښتېده. اخیري سااغستونکي هلک په منډې شوې جینۍ ته اولنۍ او اخیري خبره دا وکړه، یه جینۍ !
هغه چي تلی بیا راغلی نه دی
نه نه نه
دغه به نه کؤم زه
راځم به ضرور
ستا د لیدو د پاره
کوپړۍ زیاتوی ــ په دي نوي اوګده کیسه کي په جينۍ مئن هلک ژوندې پاتې شی او بل هلک مړ شی. هغه داسي چي په جينۍ مئن هلک خو لربه وی. د غټو چشمو هلک چي کله مړ شی او جينۍ په منډه شی نو لربه جينۍ ته اووایی ــ هغه چي تلی بیا راغلی نه دی !
جينۍ ډير په قهر سره لربه ته مخ راواړوی او په ځواب کي ورته دا اووایی ــ نه نه نه !
او بیا لګ په کمي غصي سره جينۍ وایی ــ دغه به نه کؤم زه، راځم به ضرور !
او بیا لګ په مسکا سره ــ ستا د لیدو د پاره !
جينۍ خپل کور او کلي پريږی او تښتيګی. جينۍ چي چرته ځی، لربه د جينۍ پسي هلته ځی. دا خو یو نه ختمیدونکې داستان دې.
ادیب ته د کوپړۍ خبري ډير خوند ورکړی او ډائری بیا بیا لولی. ادیب چي پاڼه واړوی نو په بله پاڼه يي دا لیکلی وی:
افسانه نګار
هو، افسانه خو نګار خوښوي. مګر، نه خو زه نګار یم او نه ته افسانه يې.
کوپړۍ د دي ټوکړي وضاحت هم کوی ــ افسانه نګار د څلورو کردارونو یوه ډرامه ده. په دي کي دوه کردارونه څرګند دی او دوه پټ دی. افسانه د جينۍ نامه ده او نګار د هلک. یو بل هلک چي غټي سترګي يي وی او یوه بله جينۍ چي دنګه پوزه يي وی. د دنګي پوزي جينۍ د غټو سترګو هلک خوښ وی او د غټوسترګو هلک افسانه خوښوي خو مګر افسانه نګار خوښوي. افسانه غواړی چي نګار ته په واده شی او د واده نه پس يي نامه شي، افسانه نګار…..د دنګي پوزي جينۍ د غټو سترګو هلک ته وایی ــ ماته پته ده چي ستا افسانه خوښه ده خو ولی زه څه د افساني نه کمه ښائسته یم !
د غټو سترګو هلک ورته په ځواب کي وایی ــ کش که ته افسانه وۍ او زه نګار. ځکه چي افسانه نګار خوښوي. مګر، نه خوزه نګار یم او نه ته افسانه يي !
کوپړۍ د دی لنډي کیسي نور وضاحت هم کوی ــ په حقیقت خو نه افسانه جينۍ ده او نه نګار یو هلک بلکي افسانه ( یعنی لنډه کسیه ) خو هله افسانه شی چي افسانه نګار (لیکوال) يي اولیکی !
ادیب چي ډائری اوګوری نو نور يي څه نه وی لیکلی. ادیب وایی ــ تا نور هم څه لیکلی دی!
کوپړۍ وایی ــ او. زه په فلسفه، ریاضي او په فزکس هم خبري کوم.
ادیب وایی ــ اوس خو زما د چهټي وخت دي که خوښه دې وی نو بل وخت به په دې خبري اوکړو!
کوپړۍ وایی ــ خه ده زه اوس لاړ شم ؟
ادیب وایی ــ د ستا خوښه !
کوپړۍ بهر ته ځی خو مګر د ادیب سره بیا د نه لیدوفيصله اوکړی ولي چي ادیب کوپړۍ په خپله مرضي پريګدی.))
Leave a comment