کوپړۍ: دریمه برخه

کوپړۍ دې ځل سوچ کوی چي خپل ملګری جوړ کړی او خپل پيغام په دا طریقه خلقو ته ورسوی:((کوپړۍ خپل ملګری (د ځان په شان) سره لیدل کوی او ورته وایی ــ ملګریه که ته غواړې چي زما په خبرو پوه شي نو اول ضروری دا ده چي زما اُصولِ یوګایی (مونولاګ پرنسپل) اوپيژنې !

ملګرۍ وایی ــ ستا ټولي خبري ډيري په زړه پوري وی خو که ته نه خفا کيږۍ زه ځم چي قلم او کاپی راواخلم. دۍ ځل زه غواړم چي ستا هره خبره په لیک کي راولم. ستا د زړو ملاقاتونو خبري هم ماته په یاد دی، هغه به هم زه ولیکم !

 کوپړۍ وایی ــ سمه ده. کله کله خو زه هسي د لیک نه یريګم خو ستا ملګرتیا ماته هم حوصله راکوی باید چي دا هر څه په لیک کي راوستي شی !

ملګرۍ وایی ــ نن خو به ته زیاتي خبري په خپل اُصولِ یوګايی کوي خو ورسره ورسره به زه ستانه په زړو خبرو هم ځان پوه کوم !

کوپړۍ وایی ــ خه نو راځه چي اول د اُصولِ یوګايی (مونولاګ پرنسپل) نه د نن بحث شوروکړو خو اول بائد ده اوپيژنو چي یوګايی څه ته وایی. په ادب کي چي یوګایی هر څه ته وایی هغه به تاته خه پته وی، زما په اصطلاح کي یوګایی د خپل ځان سره خبري کؤلو ته وایی. د خپل ځان سره خبري یوه نوي ژبه په وجود کي راولی. په دغه نوي ژبه هغه تن خه پوهيګی کوم تن چي دا نوي ژبه معریفی کړی وی !

ملګرۍ وایی ــ زما پري سر خلاص نه شو. خه به دا وی چي په مثالونو سره د یوګایی وضاحت اوکړي !

کوپړۍ د خپل ملګری نه قلم او کاپی واخلی او فِلبدی دا او لیکی، ((رينډم واک د ټولو ژبو نه زیاته ايکسپريسیو ژبه ده.))

ملګرۍ وایی ــ دا خو څه پښتو ښکاريګی او څه د بلي ژبي ټکی !

کوپړۍ وایی ــ اهو! رينډم واک په انګريزي ژبه کي د فزکس یوه اصطلاح ده او ايکسپريسیو هم د انګريزي یو ټکي دې. دلته دا ضروری نه ده چي د دې مطلب څه دې بلکي د دغي مقولي نه دا پته لګيږی چي هر چا دا مقوله لیکلي ده هغه په پښتو، انګريزي او فزکس باندې پوه لری. دغه کس خپله ډائری هم په دا تړلشوي (اينټينګلډ) ژبه کي لیکی. دا هم کيدائشی که چرته ورته ټکی ملاو نه شی نو د شکلونو استعمال هم کولي شی. او کله چي دا سړې په یوه ژبه پوره پوره پوه ولری نو ډير په اسانتیا سره دا تړلشوي ژبه بیلولي (ډيس اينټينګلډ) شی.

ملګرۍ وایی ــ نو دا ځکه ستا زیاترو لنډو کیسو او مقولو نه دا ښکاریګی لکه چي یو تن خبري کوی. ستا لنډه کیسه (هلک) هم ټوله منظرکشی ده او په اخیره کي هلک محظ یوه خبره کړي ده ــ یه جينۍ ! او هم دغه شان په (افسانه نګار) کي یو کردار دا خبره کوی ــ ((هو، افسانه خو نګار خوښوي. مګر، نه خو زه نګار یم او نه ته افسانه يې)) ستا نوري لنډي کیسي او مقولي زیاتري دغه شان دی.

کوپړۍ وایی ــ دا ځکه چي زه یو کس یم. زه په خپله خبره زیات خه پوهيګم. دا بل کس به څه ځواب راکوی ماته د دې پته نشته.

ملګرۍ وایی ــ په یوګایی خو زه پوه شوم. اوس راته دا اووایا چي دوګایی (ډائلاګ) څه ته وایی ؟

کوپړۍ وایی ــ په دوګایی به چرته په بله موقعه خبري اوکړو. بائد چی اول موږ اُصولِ یوګایی اوپيژنو. اُصولِ یوګایی زما خپله اصطلاح ده. اُصولِ یوګایی زه هغه فکر (سوچ) ته وایم کوم فکر چي یو تن په ازادي سره کولي شی او هیڅ د دې پروا او نه ساتی چي دا فکر څه معنا هم لری او که نه. مثال په توګه زه دا سوچ کولي شم چي د کائنات د یو سر نه بل سر ته لاړ شم. زه دا سوچ هم کولي شم چي په هوا کي محلونه جوړ کړم، په وخت کي مخکي او شاته سفر اوکړم، ځان په جنت او لیا په دوزخ کي اووینم ، په خدای یقین اولرم او لیا تري انکار اوکړم، ځان په دائرو کي بند کړم او لیا بندي دائري ماتي کړم.

ملګرۍ وایی ــ خو مګر د اُصولِ یوګایی ګټه څه ده ؟

کوپړۍ وایی ــ تخلیق هله کيږی کله چي ته خپل سوچ د بندونو نه ازاد کړي. اُصولِ یوګایی تاته دا اِجازت درکوی چي سوچ ازاد کړي.

د کوپړۍ ملګرۍ ډیر خوشحاله شی. دا ملګرۍ هسي هم د مذهب نه ډير په تنګ وی. اُصولِ یوګایی په استعمال کي راولی. ټولي دائري ماتي کړی او جدید سوچ خپل کړی او په تلو تلو کي کوپړۍ ته دا اووایی ــ زه ګڼړشمير ملګری لرم. ما ستا ټولي خبري د ځان سره لیکلی دی. زه کولي شم چي ستا فکر خپلو ټولو ملګرو ته ورسؤم.

د کوپړۍ دا ملګرۍ لاړ شی او د کوپړۍ د فکر تبلیغ خپلو نورو ملګرو ته شوړر کړی. د کوپړۍ سوچ په خلقو کی لکه د وائرس خور شی. خلق زړي عقیدي او رواجونه پريګدی او نوي عقیده او کلچر خپل کړی. خو مګر زر پري حکومت خبر شی. حکومت کوپړۍ اونسی او مړ يې کړی. کیسه په دې ځای نه ختميګی. د کوپړۍ ملګری د کوپړۍ ټولي لیکنې رایو ځای کړی او د کتاب شکل ورله ورکړی. څوک د کوپړۍ په یوه خبره عمل شورو کړی او څوک په بله. څوک د کوپړۍ دا خبره عملی کړی، ((ما چي انکار ترې اوکړړ نو ومي لیدو. چي تاسو يې منئ، نو نه يې وینئ.)). ځنې خلق دې ته دا رنګ ورکړی چي دلته د کوپړۍ اشاره  خدای ته ده. خلق ترې دا نتیجه اخذ کړی که خدای پیژندل غواړې نو اول ترې انکار اوکړه. خو مګر څوک د کوپړۍ په شان ذهین وی چي خدای محسوس کړئ شی. ډير خلق ملحدان شی. ځنې خلق د کوپړۍ په دا مقوله سوچ شورو کړی، (( په یوه شيبه زه په خدای یقین لرم او زه دا و وایم چي خدای نشته، او په بله شيبه بیا زه ملحد شم او وایم چي خدای شته.)). د کوپړۍ دا قول ډير ملحدان په دا مجبور کړی چي په خدای یقین ولری. ګڼړ شمير خلق د کوپړۍ دا فرمان په عمل کي راولی، (( شراب وڅکه، موسیقی ته غوږ کښيږده، د خدای نه انکار اوکړه. دا ټول کارونه وکړه، خو یو کار مه کوه، کتاب په پښه مه وهه.)). ځنې خلق خپل کلچر په دا خبره پريګدی چي کوپړۍ لیکلی وی، (( کله کله موسیقی په پردو ژبو کې هم اوره. )). ډير ځوانان لوی لوی فکرونه کول په دا خبره پريګدی چي کوپړۍ وایی، (( انسان په بنیادی طور سست دی. د مشکل نه د بچيدو او اسانتیا د حاصلولو له پاره دی لوی لوی فکرونه کوی. خلق دغسي انسان ته جینیًس وائ.)).

خلق د کوپړۍ بوتونه جوړ کړی او بیا ورته سجدي شورو کړی. یوه نوي عقیده او یو نوې مذهب منځ ته راشی.)) کوپړۍ ده ملګرو دا جوړولو منصوبه هم رد کړی. کوپړۍ کله دا غواړی چي خلق د ده خبري په داسي طریقه په خپلو ګټو راولی کوم چي د د مطلب نه وی.

2 thoughts on “کوپړۍ: دریمه برخه

Add yours

  1. https://doajateltelsm9.wordpress.comدعا نویس یهودی در کرج و تهران طلسم صبی جهت ازدواج تضمینی فوری  دعای صبی برای ازدواج فوری در شهرستان ارومیه استان اردبیل همدان کرمان شاه و ارومیه دعا نویس یهودی  طلسم زبان بند قوی هندی کلیمی دعا نویس یهودی تضمینی جهت زبان بند قوی افراد خاص و خانواده دعا نویس خوب  طلسم بازگشت فرد مورد نظر زن و شوهر و معشوقه  دعای بازگشت معشوق و زن و شوهر و افراد دعا نویس تضمینی  طلسم خرسوار جهت تسخیر فرد مورد نظر  طوریکه برده وار تا ابد کنارتون زندگی میکند صددرصد تضمینی طلسم زبان بند دعا نویسی یهودی سحر و جادو طلسم حصار  دعای حصار باطلسحر و جادوی سیاه نابودی دعا نویس یهودی تضمینی طلسم رزق و روزی ،طلسم ازدواج ،طلسم بازگشت معشوق ،طلسم مهر و محبت بین دو نفر،طلسم سیاه،طلسم نابودی،طلسم جدایی،طلسم طلاق ،طلسم گنج یابی،طلسم ناموس کفتار ،طلسم مهره مار اصل ،طلسم شیطانی،طلسم ارمنی،طلسم کلیمی،طلسم صبی،طلسم بخت گشایی ،طلسم کار گشایی ،طلسم تسخیر فرد ،طلسم حصارباطل سحر و دعا باطلسحر و جادو،دعا  دعای حصار ،دعای صبی ازدواج ،دعای رزق و روزی ،دعای معشوق ،دعای بازگشت معشوق ،دعای بازگشت زن و یا شوهر،دعای شیطانی ،دعای ابلیس بزرگ طلسم شیطانی نابودی و سیاهیدعانویس یهودی  دعای روز و روزی در تهران  طلسم رزق و روزی:  شماره تماس استاد یهودای بزرگ در شیراز و اصفهان تبریز قم اهواز صددرصد تضمینی دعای گشایش کار و طلسم ثروت تضمینی و دائمی دعانویس تضمینی محبت زن و شوهر  دعای مهر و محبت زن و شوهر مدت ۳ روز تسخیر قلب فرد مورد نظر دعانویس یهودی تضمینی در مشهد و تهران یزد  دعای بازگشت معشوق ۵ روزه طلسم خشت سفید جهت بازگشت عشق تضمینی و دائمی دعا نویس یهودی در کرج و تهران  طلسم صبی جهت ازدواج تضمینی فوری  دعای صبی برای ازدواج فوری در شهرستان ارومیه استان اردبیل همدان کرمان شاه و ارومیه دعا نویس یهودی  طلسم زبان بند قوی هندی کلیمی دعا نویس یهودی تضمینی جهت زبان بند قوی افراد خاص و خانواده دعا نویس خوب  طلسم بازگشت فرد مورد نظر زن و شوهر و معشوقه  دعای بازگشت معشوق و زن و شوهر و افراد دعا نویس تضمینی  طلسم خرسوار جهت تسخیر فرد مورد نظر  طوریکه برده وار تا ابد کنارتون زندگی میکند صددرصد تضمینی طلسم زبان بند دعا نویسی یهودی سحر و جادو طلسم حصار  دعای حصار باطلسحر و جادوی سیاه نابودی دعا نویس یهودی تضمینی طلسم رزق و روزی

    Like

  2. دعا نویس یهودی در کرج و تهران طلسم صبی جهت ازدواج تضمینی فوری  دعای صبی برای ازدواج فوری در شهرستان ارومیه استان اردبیل همدان کرمان شاه و ارومیه دعا نویس یهودی  طلسم زبان بند قوی هندی کلیمی دعا نویس یهودی تضمینی جهت زبان بند قوی افراد خاص و خانواده دعا نویس خوب  طلسم بازگشت فرد مورد نظر زن و شوهر و معشوقه  حصار  دعای حصار باطلسحر و جادوی سیاه نابودی دعا نویس یهودی تضمینی طلسم رزق و روزیhttps://doajateltelsm9.wordpress.com/wp-content/uploads/2025/10/images-1-4.jpeghttps://doajateltelsm9.wordpress.com/2025/10/15/%d8%af%d8%b9%d8%a7%d9%86%d9%88%db%8c%d8%b3-%db%b0%db%b9%db%b9%db%b2%db%b0%db%b0%db%b5%db%b6%db%b4%db%b1%db%b7-%d9%85%d9%86-%d8%af%d8%b1-%d8%ad%d8%a7%d9%84-%d8%a7%d8%b4%d8%aa%d8%b1%d8%a7%da%a9-%da%af/

    Like

Leave a comment

Blog at WordPress.com.

Up ↑