دا کیسه د یو داسي ځوان ده چي عمر یي لګ باندي۳۰ کاله دې. د د خپل نوم څه دې او چرته اوسیګی موږ ته دا پته نشته خو مګر موږ دئ د کوپړۍ په نوم پيژنو. دئ خپل د سوچونو په دنیا کي اوسیګی او د حقیقت په لټون کي وی. د ته دا یقین وی چي یوه ورځ به هغه تیوری ورپه لاس کیګی چي د کومي سره به د انسان هره مسله حل شی. د کوپړي حافظه ډیره مظبوطه وی او په يو وخت په ګڼتري (ریاضی)، فزکس، ادب او فلسفه ډیره جؤره پوه لری. دئ ټول حساب کتاب په خپل سوچ کي کؤی او لیکی يي نه. د د سره دا ویره وی چي که دئ مړ شی او د د نیمګړي کار بل چاته په ګوتو ورشی نو په خپله ګټه يي راوستئ شی چي د کومي په نتیجه کي په نړي کي خونړي انقلاب راتلئشی او نړئ د بربادي سره مخ کيدئشی. په حقیقت کي خو کوپوړئ د امن طلبګار وی.
کوپړۍ دا یقین هم لری چي سائنس او ادب د یو بل نه څه جودا څیزونه نه دی بلکي دا دواړه یوکيدشی. دئ هم په دي کوښښ کي وی چي یوه ورځ په خپل مقصد کي کامیاب شی او هغه تیوری چي د کومي په لټون پسي دئ د ډیري مودي نه وی په لاس ورشی. کوپړئ دا منی چي د د تیوری دومره اسانه نه ده چي څوک پري پوه شی. مشکله خو په دا ده چي په یو ځائ که به دئ د فزکس خبره کوی او په بل ځائ کي به دوګایه (ډائیلاګ) لیکی او دغه ډائیلاګ به په بل ځائ کي یو اُصول اوګڼړی او د ریاضي یوه مسله به پري حل کړی. هم دا وجه ده چي د کوپړۍ مقاله چرته هم نشی چاپ کیدئ. د فزکس جرنل د ادب سره څه کارروزګار نه لری او ادبی مجله په ریاضي کي څه دلچسپی نه لری.
خو مګر کوپړي په دا هم پوهیګی چي د د تیوری د خلقو په ګټه ده. د دي سره په نړي کي امن راتللائشی. دا د ژبو یووالي راولی. ادب له نوي رنګ ورکوی. د سائنس مسلي هواروی. دا تیوری هرڅوک په دا مجبوروی چي نور علمونه هم زده کړی او خلق یوبل ته رانیزدي کړی. نفرت به د مخي یوسی او مینه او خوشالی به راولی. خو خلق کله نوی شی ته تیار وی. که نوي تیوری منځ ته راوړل یو پلاو ته مشکل کار دي نو د دي نه هم زیات مشکل کار دا دي چي عملی شکل ورکړي. کوپړي په دي ټولو مسلو خبر وي. دته دا یقین وي که نن نه وی نو صبا به پري خلق پوه شی. خو د د سره دا هم فکر وی چي دغه تیوری خلق په دا مجبورولي شی چي خپلي عقیدي پریګدی او پردي خپلي کړی. په خدائ یقین ساتونکئ به ملحد شی او ملحد به د خدائ وجود اومنی. عسایی به مسلمان او مسلمان به عسایی شی. څوک به هندوان شی څوک به یهودیان شی او څوک به هیڅ په دا پوه نشی چي اوس چه کومه عقیده خپله کړو. هم دا وجه ده چي کوپړۍ هیڅ لیکی نه او په ذهن کي يې ساتی. لیکل يې ور ته مشکل نه وی.
کوپړۍ څه اُصول هم لری. اولني اُصول يې دا دي:
زما دپاره کنفیوژن او ستا دپاره پرسرخلاصتیه !
که پخپله يې په یوه مسله سر خلاص نه وی نو دا مسله د دپاره د تجسس ذریعه جوړه شی خو مګر دا کله هم نه غواړی چي د د په خبره بل څوک پوه نشی. په دا وجه دئ لفظونه ډیر په طریقه استعمالوی.
د دي نه مخکي چي خپلي نظريي له عملی شکل ورکړی. دئ په مخطلفو منصوبو سوچ کوی او ګوری چي کومه منصوبه به زیاته مناسبه وی چي عملی شی. کوپړي په هره منصوبه پوره سوچ کوی او په خپل سوچ کي يې انجام ته رسوی او ګوری که چري دا منصوبه فساد جوړوی نو پري يګدی او بیا په بله منصبه سوچ شورو کړی.
په اوله منصوبه کي کوپړۍ سوچ کوی چي دئ په یونیورسټي کي په فزکس ډیپارټمنټ کي سبق وايی. دئ د فزکس یو فرضی پروفسر په خپل خیال کي جوړ کړی. د هغه دفتر ته ځی او بیا د هغه سره دوګایی (ډائلاګ) شورو کړی. دا منصوبه څه په دي ډول ده :
(( خپله ډائری او قلم د ځان سره واخلی. ډائری خالی وی هیڅ پکي نه وی لیکل شوی. او د پروفسر دفتر ته ځی. پروفسر ته دروازه ټکوی.
پروفسر د ننه نه اواز ورکوی ـ د ننه راشه !
کوپړۍ د ننه راځی، ګریوان يي کولاو وی، سترګي يی سري وی، ویښته ګډوډ او ډائری يې ټینګه په لاس کي نیولي وی. ناڅپه خپله ډائری پروفسر ته په میز کیږدی او وایی – دا اوګورئ په دي ډائري کي هغه تیوری ده کومه چي سائنس او ادب یو کوی. ما د سائنس او ادب وحدت حاصل کړو. تاسو مهربانی اوکړئ اويې ګورئ. هن دا واخلئ زما ډائری !
پروفسر دا هلک په اول ځل وینی او ورته لاندې باندې ګوری. داسې لیوننیان پروفسر ډیر لیدلی وی کوم چي د غټو دعاؤو سره د یونیورسټي مخه کوی او خیال يي وی چي ګنی صبا ورته نوبل پرائز ملاویدو والا دې. پروفسر د ډائري په کتو کي څه دلچسپی نه اخلی او وایی ـ نو ته خپله مقاله جرنل ته ولي نه لیګې ؟
کوپړۍ وایی ـ زه نه یم خبر چي کوم جرنل به دا کار د چاپ کولو د پاره قبول کړی. ولي چي په دي کي زه د سائنس او ادب دواړو خبره کوم. په دي مقاله کي فزکس، ریاضی، فلسفه او ادب ټول د یو بل سره تړل شوی دی !
کوپړۍ د پروفسر په دفتر کي بورډ ته ځی او په بورډ لیکی :
ا : ۲+۳
ب : ۶
ا : ؟
ج : ۵
ا : !
کوپړۍ وضاحت کوی ــ دا کیسه ده. په دي کیسه کي ا، ب او ج مختلف کردارونه دی او دوئ خبري د ریاضي په ژبه کي کوی ( کوپړۍ نور وضاحت نه کوی.) !
کوپړي یو ځل بیا بورډ ته ځی او لیکی :
ما ورته ویل چي زما سره واده اوکه. هغي نه نه اوکړل او نه خه !
کوپړۍ وضاحت کوی ــ دا به تاسو ته ډائلاګ ښکاریګی خو دا ډائلاګ نه دي بلکي دا یو داسي منطق دې چي په کوم کي نه او خه نشته ( کوپړۍ نور وضاحت نه کوی.) !
ګوپړي زیاتوی ــ زما کار هم څه دغه شان دئ !
پروفسر ته غصه ورځی او وایی ــ زما وخت مه خراپوه. مهرابانی اوکه دا خپله ډائری دي واخله او دلته نه لاړ شه !
کوپړۍ خپله ډائری واخلی او د معصومي شان مُسکا سره وایی ــ خه ده زه زم خو زه بهر یوه ډرامه کول غواړم. تاسو مهرابانی اوکړئ ماته اجازت راکړئ. ستاسو به دا ډرامه ضرور خوښه شی !
پروفسر په ته تجسس سره وایی ــ د څه ډرامه ؟
کوپړۍ وایی ــ تاسو به یې پخپله اوګورئ. اوله نه یي درته نه وایم بیا به د ډرامي هیڅ خوند پاتي نشی !
کوپړۍ زیاتوي ــ دا ډرامه په یوه ګينټه مُحیطه ده او دا هله شورو کیګی څنګه چي زه ستاسو د دقتر نه بهر اووزم. خو تاسو به زما سره یوه ژمنه کوئ چي تاسو به دا چاته نه وایئ چي دا ډرامه ده. ټیک یوه ګينټه پس تاسو خلق په دا خبرولئ شئ چي دا یوه ډرامه وه. زه به هم د دي خبري تائید اوکړم !
کوپړۍ د دفتر نه بهر اوځی او د وتو سره ورته د ژمني په باره کي خپله یوه مقوله رایاده شی:
که چري یوه ژمنه خو لری نو داژمنه نه شوه او که يې نه لرې نو دا دروغ دي !
کوپړۍ غواړی چي په مناسبه موقه ژمنه ماته کړی. د بل چرته د ریاضي په اُصولو سره دا ثابته کړي وی چي ژمنه څه معنه نه لری. دلیل دا ورکوی چي ژمنه په مستقبل مشروطه ده. مثال په توګه (( زه به صبا رازم خو که ژوندې وم. )). د دي جملي نه که خو لریشی نو بیا داسي وئیل کیږی (( زه به صبا رازم. )). دا دروغ دی ځکه چي صابه که ژوندئ نو رابشې.
کوپړۍ د دفتر نه د راوتو سره ډائری په دواړو لاسونو کي اونسی. لاسونه کوړی او سر ټیټ کړی. په ډائري خپل زنګونونه وهل شورو کړی او روان شی. د پروفسر دفتر په دویم منرل باندې وی. څنګه چي پاوړو ته راورسیګی نو په ځان دوره راولی. په پاوړو کي راپروزی. او په بازینګړو مځکي ته راورسیګی. په خپلو خوُګو نه وی. نيغ کينی او خپلي ډائري ته په کتو شی. ډائری یي په پاوړو کي پرته وی. د ده د مدت دپاره یو شاګرد رامنډه کړی چي دئ اوچت کړی خو کوپړۍ تري ځان شاته په دیکه کړی او هم هغه شان ډائري ته ګوری. پروفسر د کوپړي شا شاته روان وی. پروفسر شاګرد ته اووايی چي دئ پريګده خو خپله ډائری ورله ورکه. شاګرد ځی او ډائری کوپړي ته ورکوی. په دې وخت ګڼړشميرخلق راټول شی او دا منظر ګوری. په دې خلقو کي د فزکس او د نورو څانګو شاګردان او پروفسران هم وی. پروفسر ټولو خلقو ته اووایی چي دئ پریګدئ چي هر څه کوی.
کوپړۍ خپله ډائری ترلاسه کړی. ډائری پرانيزی او پاڼړي اړول شورو کړی. دئ غواړی چي خلق دا اووينی چي ډائری خالی ده. او بیا اولني پاڼړي ته لاړشی او په قلم لیکل شورو کړی. ډیر بیړه بیړه پاڼړي ډکوی. بدن يي ټول رپيګی. په دي دوران په د ډیره یوه سخته دوره راشی. د ځان سره په مزه مزه خبري شورو کړی داسي ښکاری لکه چي د چا سره خبري کوی. ټول خلق د ده په تماشه وی.
ټیک ۴۵ مینټه کي په ډائري کي لیکل پوره کړی. ډائری بند کړی او قلم پري د بره کیږدی. ګیرچاپره لاندي دخلقو پښو ته ګوری او زغرده یو طرفته منډه کړی. پروفسر هم ورپسي شاته روان شی. کوپړۍ لائبریري ته ننوزی. په لائبریري کي په پاوړو بره اخیري منرل ته اورسیګی. پروفسر هم اخیرنی منزل ته لاړ شی خو کوپړۍ هلته نه وی. پروفسر حیران حیران اپلاو دپلاو ګوری څه ګوری چي یو کړکئ خوزیګی. پروفسر چي د کړکی نه بهر اوګوری نو لاندي په مځکه کوپړۍ مړ پروت وی.
پروفسر ډیر ګهبراو وی. مړ هلک په ځائ پریګدی او په منډه ځی چي هغه ډائری ترلاسه کړی. چي واپس راشی نو ډائری هلته ولاړو خلقو سره وی او ګوری يي چی په دي کي څه دی. پروفسر دخلقو نه ډائری واخلی او کتل يي شورو کړی. په ډائري کي يي اولني خبره دا لیکلي وی (( موږ ته د هر شی د حقیقت پوره پوره پته لیګدئ شی خو که چري خدای نه وی.)). دا دعاوه د ریاضي د یوي مسلي (تیورم) په شکل کي لیکل شوي وی او ثبوت يي هم ورکړې وی. د دې نه پسته يي هغه تیوری ورکړي وی کومي ته چي دئ نوم ورکوی وی (( د هر شی پیژندنه)). خپله تیوري کي یي د عاله پايي د ریاضي تیکنیک استعمال کړی وی او ځائ په ځائ يي ډائلاګ هم لیکلی وی. ډائیلاګ ته دئ تیورم وايي او تیورم ته لنډه کیسه. د پروفسر پري سر خلاص نشی. دغه شان مقاله پروفسر په اول ځل وینی کومه کي چي ادب او ریاضی په یو وخت استعمال شوی وی.
په لګ سات کي دا خبر په یونیورسټي کي د اور په شان خور شی. خبریالان هم راورسیګی. دا اجنبی هلک د دې نه مخکي چا په یونیورسټي کي نه وی لیدلې. هر څوک دا پوختنه کوی چي دا هلک څوک ؤو، ځان يي ولي اووژلو او په ډائري کي يي څه لیکلی. ټول خلق دا تپوس د پروفسر نه کوی. پروفسر ورته ټوله کیسه تیره کړی چي دا هلک څنګه د د دفتر ته راغلي ؤو او څه ژمنه يي کړي وه خو مګر پروفسر ځانمرګه هلک نور نه پیژنی.
خبریالان د پروفسر په دا خبره باور نه کوی چي دا یوه ډرامه وه که دا ډرامه وه نو هلک ځان ولي اووژلو. پولیس هم خپل تفتیش شورو کړی چي معلومه کړی چي دا ځانمرګه هلک څوک ؤو او د کوم ځائ نه راغلې ؤو. بل طرفته د یونیورسټي مشر په ډائري د پوهي دپاره یوه کميټی جوړه کړی. په دا کميټي کي د فزکس، ریاضي، ادب، فلسفي، تیالوجي او د ژبي اُستازان شامل وی. د هري څانګي اُستازان ډائری په خپل نظر سره اووګوری. کميټی په دا نتیجه اورسيګی چي دا مقاله په تیکنیکی لحاظ سره ټیک ده او هیڅ غلطی پکي نشته. خو مګر مذهبی دانشوران د زیات فکر سره مخ شی. دوئ دا خو منی چي د ځانمرګه هلک نظریه د زړه پوري ده خو دې ته کله تیار وی چي د خدای د وجود نه انکار وکړی.
بل طرفته پولیس هیڅ دا معلومه نشی کړئ چي دا هلک څوک ؤو او د کوم ځائ نه راغلئ ؤو. خلق د یو نه ختمیدوونکی بحث سره مخ شی. هر څوک د پروفسر دعاوي ته د شک په نظر ګوری چي دا یوه ډرامه وه. هر څوک دا وايی چي دومره غټ کار څوک په یوه ګینټه کي نشی کولئ. ځني خلق دا وایی چي ځانمرګه هلک د ميرګی مریض ؤو ځکه چي ډائري د لیکلو په وخت هغه ټول رپیدو. ځني نور خلق د دي دعاوي سره اتفاق نه کوی ولي چي د میرګی مریض دومره غټ کار په یوه ګینټه نشی کولئ. ځني خلق وایی چي دا هلک د انسان په شکل یوه پرشته وه. د خلقو ټولئ دا نتیجه اخذ کوی چي اوس خدای دا غواړی چي زما پيژندنه پریګدې او د خپلو مسلو د هوارولو کوښښ وکړئ. ځني خلق د خدائ نه منکر شی. څوک خدای په یو نوی شکل کي منل شورو کړی. د خلقو عقیدي اوړنجیګی. اتفاق رانشی بلکي یو انتشار جوړ شی او خلق د کنفیوژن سره مخ شی.))
کوپړۍ د ځانمرګي منصوبه رد کړي ځکه چي دا خو د هغه اولني اُصول ماتوی هغه دا چي زما دپاره کنفیوژن او ستا دپاره پرسرخلاصتیه !
Leave a comment