کوپړۍ


لیکوال: شاهد نواز اپریدئ

اوله برخه

دا کیسه د یو داسي ځوان ده چي عمر یې لګ باندي۳۰ کاله دې. د د خپل نوم څه دې او چرته اوسیګی موږ ته دا پته نشته خو مګر موږ دئ د کوپړۍ په نوم پيژنو. دئ خپل د سوچونو په دنیا کي اوسیګی او د حقیقت په لټون کښي وی. دې هلک ته دا یقین وی چي یوه ورځ به هغه تیوری ورپه لاس کیګی چي د کومي سره به د انسان هره مسله حل شی. د کوپړۍ حافظه ډیره تيزه وی او په يو وخت په ګڼتري (ریاضی)، فزکس، ادب او فلسفه ډیره جؤره پوه لری. دئ ټول حساب کتاب په خپل سوچ کي کؤی او لیکی يي نه. د د سره دا ویره وی چي که دئ مړ شی او د د نیمګړي کار بل چاته په ګوتو ورشی نو په خپله ګټه يي راوستئ شی چي د کومي په نتیجه کي په نړي کي خونړي انقلاب راتلائشی او نړئ د بربادي سره مخ کيدائشی. په حقیقت کي خو کوپړۍ د امن طلبګار وی.

کوپړۍ دا یقین هم لری چي سائنس او ادب د یو بل نه څه جودا څیزونه نه دی بلکي دا دواړه یوکيدائشی. دئ هم په دي کوښښ کي وی چي یوه ورځ په خپل مقصد کښي کامیاب شی او هغه تیوری چي د کومي په لټون پسي دئ د ډیري مودي نه وی په لاس ورشی. کوپړۍ دا منی چي د د تیوری دومره اسانه نه ده چي څوک پري پوه شی. ګرانه خو په دا ده چي په یو ځای که به د فزکس خبره کوی او په بل ځای کي به دوګایه (ډائلاګ) لیکی او دغه ډائلاګ به په بل ځای کي یو اُصول اوګڼړی او د ریاضي یوه مسله به پري حل کړی. هم دا وجه ده چي د کوپړۍ مقاله چرته هم نشی چاپ کیدای. د فزکس جرنل د ادب سره څه کارروزګار نه لری او ادبې مجله په ریاضي کي څه دلچسپی نه لری.

کوپړۍ په دا هم پوهیګی چي د د تیوری د خلقو په ګټه ده. د دۍ سره په نړي کښي امن راتللائشی. دا د ژبو یووالي راولی. ادب له نوې رنګ ورکوی. د سائنس مسلۍ هواروی. دا تیوری هرڅوک په دا مجبوروی چي نور علمونه زده کړی او خلق یوبل ته رانیزدې کړی. نفرت به د مخۍ یوسی او مینه او خوشالې به راولې. خو خلق کله نؤۍ شې ته تیار وی. که نؤۍ تیوری منځ ته راوړل یو پلاو ته مشکل کار دې نو د دې نه هم زیات ګران کار دا دې چي عملی شکل ورکړې شی. کوپړۍ په دا ټولو مسلو خبر وې او ورته دا یقین وې که نن نه وې نو صبا به پري خلق پوه شی. خو د د سره دا هم فکر وې چي دغه تیوری خلق په دا مجبورولې شی چي خپلۍ عقیدۍ پریګدی او پردۍ خپلۍ کړی. په خدای یقین ساتونکئ به ملحد شی او ملحد به د خدای وجود اومنې. عسایی به مسلمان او مسلمان به عسایی شی. څوک به هندوان شی څوک به یهودیان شی او څوک به هیڅ په دا پوه نشی چي اوس کومه عقیده خپله کړو. هم دا وجه ده چي کوپړۍ هیڅ لیکی نه او په ذهن کښي يې ساتی. لیکل يې ورته ګران نه وې.

کوپړۍ څه اُصول هم لری. اولنۍ اُصول يې دا دې:

زما دپاره کنفیوژن او ستا دپاره پرسرخلاصتیه !             

که پخپله يې په یوه مسله سر خلاص نه وې نو دا مسله د هغه دپاره د تجسس ذریعه جوړه شې خو مګر دا کله هم نه غواړی چي د د په خبره بل څوک پوه نشی. په دا وجه دئ ټکې ډیر په احتیات استعمالوې.

د دې نه مخکې چي خپلۍ نظريۍ له عملې شکل ورکړی. دئ په مخطلفو منصوبو سوچ کوی او ګوری چي کومه منصوبه به زیاته مناسبه وی چي عملی شی. کوپړۍ په هره منصوبه پوره سوچ کوی او په خپل سوچ کي يې انجام ته رسوی او ګوری که چري دا منصوبه فساد جوړوی نو پري يګدې او بیا په بله منصوبه سوچ شورو کړی.

په اوله منصوبه کښي کوپړۍ سوچ کوی چي د فزکس یو استاذ سره لیدل اوکړی. د فزکس یو فرضی پروفسر په خپل خیال کښي راولې. د هغه دفتر ته ځی او بیا د هغه سره دوګایی (ډائلاګ) شورو کړی.

 کوپړۍ سوچ کوی:

(( خپله ډائرې او قلم د ځان سره واخلې. ډائری خالۍ وۍ هیڅ پکښي نه وې لیکل شوې. او د پروفسر دفتر ته ځی. پروفسر ته دروازه ټکوې.

پروفسر د ننه نه غږ ورکوی، (( د ننه راشه.))

کوپړۍ د ننه راځی، ګریوان يې کولاو وې، سترګي يې سرۍ وۍ، ویښته ګډوډ او ډائرېۍ يې ټینګه په لاس کښي نیولېۍ وی. ناڅپه خپله ډائرۍ پروفسر ته په میز کیږدۍ او وایی، (( دا اوګورئ په دۍ ډائرۍ کي هغه تیوری ده کومه چي سائنس او ادب یو کوی. ما د سائنس او ادب وحدت حاصل کړو. تاسو مهربانی اوکړئ اويې ګورئ. هن دا واخلئ زما ډائری.))

پروفسر دا هلک په اول ځل وینی او لاندې باندې ورته ګوری.  داسې لیوننیان پروفسر ډیر لیدلی وی کوم چي د غټو دعاؤو سره د یونیورسټي مخه کوی او خیال يي وی چي ګنی صبا ورته نوبل پرائز ملاویدو والا دې. پروفسر د ډائرۍ په کتو کښي څه دلچسپی نه اخلی او وایی، ((نو ته خپله مقاله جرنل ته ولي نه لیګې ؟))

کوپړۍ وایی، ((زه نه یم خبر چي کوم جرنل به دا کار د چاپ کولو د پاره قبول کړی. ولي چي په دۍ کښي زه د سائنس او ادب دواړو خبره کوم. په دۍ مقاله کښي  فزکس، ریاضی، فلسفه او ادب ټول د یو بل سره تړل شوی دی.))

کوپړۍ د پروفسر په دفتر کښي بورډ ته ځی او په بورډ لیکی :

ا : ۲+۳  

ب : ۶

ا  : ؟   

ج : ۵

ا : !

کوپړۍ وضاحت کوی ــ دا کیسه ده. په دۍ کیسه کښي ا، ب او ج کردارونه دې او دوئ خبرۍ د ریاضي په ژبه کښي کوی.)).  کوپړۍ نور وضاحت نه کوی.

کوپړۍ یو ځل بیا بورډ ته ځی او لیکی :

ما ورته ویل چي زما سره واده اوکه. هغي نه  نه اوکړل او نه خه !

کوپړۍ وضاحت کوی، ((دا به تاسو ته ډائلاګ ښکاریګی خو دا ډائلاګ نه دۍ بلکي دا یو داسې منطق دې چي په کوم کښي نه او خه نشته.)).  کوپړۍ نور وضاحت نه کوی.

ګوپړۍ زیاتوی، ((زما کار هم څه دغه شان دې.))

پروفسر ته غصه ورشې او وایی، ((زما وخت مه خراپوه. مهرابانی اوکه دا خپله ډائرۍ دۍ واخله او دلته نه لاړ شه.))

کوپړۍ خپله ډائرۍ واخلی او د معصومۍ شان مُسکا سره وایی، ((خه ده زه ځم خو زه بهر یوه ډرامه کول غواړم. تاسو مهرابانی اوکړئ ماته اجازت راکړئ. ستاسو به دا ډرامه ضرور خوښه شی.))

پروفسر په ته تجسس سره وایی، ((د څه ډرامه ؟))

کوپړۍ وایی، (( تاسو به یې پخپله اوګورئ. اوله نه یې درته نه وایم بیا به د ډرامي هیڅ خوند پاتۍ نشی.))

کوپړۍ زیاتوې، (( دا ډرامه په یوه ګينټه مُحیطه ده او دا هله شورو کیګې څنګه چي زه ستاسو د دقتر نه بهر اوؤزم. خو تاسو به زما سره یوه ژمنه کوئ چي تاسو به دا چاته نه وایئ چي دا ډرامه ده. ټیک یوه ګينټه پس تاسو خلق په دا خبرولئ شئ چي دا یوه ډرامه وه. زه به هم د دۍ خبرۍ تائید اوکړم.))

کوپړۍ د دفتر نه بهر اوځی او د وتو سره ورته د ژمني په باره کښي خپله یوه مقوله رایاده شی:

        که چري یوه ژمنه ‌خو لری نو داژمنه نه شوه او که يې نه لرې نو دا دروغ دي !

کوپړۍ غواړی چي په مناسبه موقعه ژمنه ماته کړی. د بل چرته د ریاضي په اُصولو سره دا ثابته کړي وی چي ژمنه څه معنه نه لری. دلیل دا ورکوی چي ژمنه په مستقبل مشروطه ده او مستقبل معلوم نه دې.  مثال په توګه (( زه به صبا راځم خو که ژوندې وم. )). د دۍ جملۍ نه که خو لریشی نو بیا داسي وئیل کیږی (( زه به صبا راځم. )). دا دروغ دي ځکه چي صابه که ژوندئ نو رابشې.

کوپړۍ د دفتر نه د راوتو سره ډائری په دواړو لاسونو کښي اونسی. لاسونه کوړې او سر ټیټ کړی. په ډائرۍ خپل زنګونونه وهل شورو کړی او روان شی. د پروفسر دفتر په دویم منرل کښي وی. څنګه چي پاوړو ته راورسیګی نو په ځان دوره راولی. په پاوړو کښي راپروزی. او په بازینګړو مځکي ته راورسیګی. په خپلو خوُګو نه وې. نيغ کينی او خپلۍ ډائرۍ ته په کتو شی. ډائری یۍ په پاوړو کښي پرته وی. د کومک دپاره یو شاګرد رامنډه کړی چي دئ اوچت کړی خو کوپړۍ تري ځان شاته په دیکه کړی او هم هغه شان ډائرۍ ته ګوری. پروفسر د کوپړۍ شا شاته روان وی. پروفسر شاګرد ته اووايی چي دئ پريګده خو خپله ډائری ورله ورکه. شاګرد ځی او ډائری کوپړۍ ته ورکوی. په دې وخت ګڼړشميرخلق راټول شی او دا منظر ګوری. په دې خلقو کښي د فزکس او د نورو څانګو شاګردان او استاذان هم وی. پروفسر ټولو خلقو ته اووایی چي دئ پریګدئ چي هر څه کوی.

کوپړۍ خپله ډائری ترلاسه کړی. ډائری پرانيزی او پاڼړۍ اړول شورو کړی. غواړی دا چي خلق اووينی چي ډائری خالی ده. او بیا اولنۍ پاڼړۍ ته لاړشی او په قلم لیکل شورو کړی. ډیر په بیړه بیړه پاڼړۍ ډکوی. بدن يې ټول  رپيګی. په دې دوران کښي ډیره یوه سخته دوره په هغه راشی. د ځان سره په مزه مزه خبرۍ شورو کړی داسې ښکاری لکه چي د چا سره خبرۍ کوی. ټول خلق دا تماشه ګوری.

ټیک ۴۵ مینټه کښي په ډائرۍ کښي لیکل پوره کړی. ډائری بند کړی او قلم پري د بره کیږدی. ګیرچاپره لاندۍ دخلقو پښو ته ګوری او زغرده یو طرفته منډه کړی. پروفسر هم ورپسي چاخ چاخ روان شی. کوپړۍ لائبریرۍ ته ننوزی. په لائبریرۍ کښي په پاوړو بره اخیرې منرل ته ورسیګی. پروفسر هم اخیرنې منزل ته لاړ شی خو کوپړۍ هلته نه وی. پروفسر حیران حیران اپلاو دپلاو ګوری څه ګوری چي یو کړکې خوزیګی. پروفسر چي د کړکی نه بهر اوګوری نو لاندې په مځکه کوپړۍ مړ پروت وی.

پروفسر ډیر ګهبراو وې. مړ هلک په ځای پریګدې او په منډه ځی چي هغه ډائری ترلاسه کړی. چي واپس راشی نو ډائری هلته ولاړو خلقو سره وی او ګوری يۍ چي په دۍ کښي څه دی. پروفسر دخلقو نه ډائری واخلی او کتل يۍ شورو کړی. په ډائرۍ کښي يۍ اولنۍ خبره دا لیکلۍ وی (( موږ ته د هر شی د حقیقت پوره پوره پته لیګيدای شی خو که چري خدای نه وی.)). دا دعاوه د ریاضي د یوۍ مسلۍ (تیورم) په شکل کښي لیکل شوۍ وی او ثبوت يې هم ورکړې وی. د ديې نه پسته يې هغه تیوری ورکړۍ وی کومۍ ته چي دئ نوم ورکوی وی (( د هر شې پیژندنه)). خپله تیورۍ کښي یې د عاله پايۍ د ریاضي تیکنیک استعمال کړی وی او ځای په ځای يې ډائلاګ هم لیکلې وی. ډائلاګ ته دئ تیورم وايې او تیورم ته لنډه کیسه. د پروفسر پري سر خلاص نشی. دغه شان مقاله پروفسر په اول ځل وینی کومه کښي چي ادب او ریاضې په یو وخت استعمال شوې وی.

په لګ سات کښي دا خبر په پوهينتون کښي د اور په شان خور شی. خبریالان هم راورسیګې.  دا اجنبی هلک د دې نه مخکي چا په پوهنتون کښي نه وی لیدلې. هر څوک دا پوختنه کوی چي دا هلک څوک ؤو، ځان يې ولي اووژلو او په ډائرۍ کښي يې څه لیکلی. ټول خلق دا تپوس د هغه پروفسر نه کوی کوم چي خلق خبردار کړی وی چي دئ پريګدئ چي هر څه کوی. پروفسر ورته ټوله کیسه تیره کړی چي دا هلک څنګه د هغه دفتر ته راغلې ؤو او څه ژمنه يۍ کړۍ وه. پروفسر ځانمرګه هلک نور نه پیژنې.

خبریالان د پروفسر په دا خبره باور نه کوی چي دا یوه ډرامه وه که دا ډرامه وه نو هلک ځان ولي اووژلو. پولیس هم خپل تفتیش شورو کړی چي معلومه کړی چي دا ځانمرګه هلک څوک ؤو او د کوم ځای نه راغلې ؤو. بل طرفته د پوهنتون مشر په ډائرۍ د پوهۍ دپاره یوه کميټی جوړه کړی. په دا کميټۍ کښي د فزکس، ریاضي، ادب، فلسفي، تیالوجي او د ژبۍ استاذان شامل وی. د هرۍ څانګۍ استاذان ډائری په خپل نظر سره اووګوری. کميټی په دا نتیجه اورسيګی چي دا مقاله  په تیکنیکی لحاظ سره ټیک ده او هیڅ غلطی پکي نشته. خو مګر مذهبی دانشوران د زیات فکر سره مخ شی. دوی دا خو منی چي د ځانمرګه هلک نظریه د زړه پورۍ ده خو دې ته کله تیار وی چي د خدای د وجود نه انکار وکړی.

بل طرفته پولیس هیڅ دا معلومه نشی کړئ چي دا هلک څوک ؤو او د کوم ځای نه راغلئ ؤو. خلق د یو نه ختمیدوونکی بحث سره مخ شی. هر څوک د پروفسر دعاوۍ ته د شک په نظر ګوری چي دا یوه ډرامه وه. هر څوک دا وايی چي دومره غټ کار څوک په یوه ګینټه کي نشی کولئ. ځني خلق دا وایی چي ځانمرګه هلک د ميرګی مریض ؤو ځکه چي  ډائرۍ د لیکلو په وخت هغه ټول رپیدو. ځني نور خلق د دۍ دعاوۍ سره اتفاق نه کوی او دا وایی چي دا ميرګی مرض نه ؤو بلکي یوۍ پرشتۍ دا هلک ټینک نیولې ؤو او د پرشتۍ په وئنا يې ډاېری لیکله. د خلقو دا ټولنه تري دا نتیجه راوباسی چي اوس خدای دا غواړی چي زما پيژندنه او ماته سجدۍ کول پریګدئ او د خپلو مسلو د هوارولو پخپله کوښښ وکړئ. ځني خلق د خدای نه منکر شی. څوک خدای په یو نؤې شکل کښي منل شورو کړی. د خلقو عقیدۍ اوړنجیګی. اتفاق او یووالې رانشی بلکي یو انتشار جوړ شی او خلق د کنفیوژن سره مخ شی.))

 کوپړۍ د ځانمرګۍ منصوبه رد کړی ځکه چي دا خو د هغه اولنې اُصول ماتوی هغه دا چي زما دپاره کنفیوژن او ستا دپاره پرسرخلاصتیه !

دویمه برخه

کوپړۍ د ځانمرګۍ د منصوبۍ نه پس په بله منصوبه سوچ شورو کړی. دې ځل غواړی چي د ادیب سره لیدل اوکړی. کوپړۍ په ډائرۍ کښي خپلۍ یو څو لنډۍ کیسۍ اولیکې او غواړی دا چي هر څنګه وی چي ادیب متاثره کړی. خیال يې دا وی چي کیدائشی ادیب د هغه په مخکۍ تلو کښي مدت اوکړی او په دا طریقه ورته موقعه په لاس ورشی چي سټیج ته اورسیګې او خپله خبره نیغ په نیغه خلقو ته ورسؤی. ادب خو دئ صرف د وسلۍ په توګه استعمالول غواړی.

کوپړۍ سوچ کوی:

(( په ډائرۍ کښي خپلۍ یو څو رومانوی لنډۍ کیسۍ لیکی او د ادیب سره وینی. ادیب ته اوله خبره دا کوی، (( زه رنځور یم او تاسو هغه داکتر يئ کوم چي زما علاج کولئ شی.))

ادیب له خپله ډائری ورکړی او زیاتوی، (( په دۍ ډائرۍ کښي هغه افسانۍ (لنډۍ کیسۍ) دی کومو چي زه بیمار کړې یم.))

ادیب تري ډائری واخلی او ورته د ناستۍ اواویی. کوپړۍ ډیر په ادب سره په مخامخ کرسۍ کینی.

ادیب چي ډائری پرانیزی نو اولنۍ افسانه يې دا لیکلی وی:

هلک

جینۍ چي څنګه کړکۍ کولاو ولیده نو یې بهر ودانګل. د کړکۍ نه بهر جینۍ یو لربه ولیدؤ. د لربه نه جینۍ لرګی وتښتولؤ. په لرګي جینۍ د هلک سر مات کړؤ. هلک مات سر د لرګي دپاسه راپرېوتؤ. جینۍ مرګ ته نیزدې هلک په ځای پرېښودؤ او په زغرده وتښتېده. اخیري سااغستونکي هلک په منډې شوې جینۍ ته اولنۍ او اخیري خبره دا وکړه، یه جینۍ !

ادیب ته دا افسانه ډیر خؤند ورکړی او وایی، (( ستا دا کیسه ډیره په زړه پورۍ ده. دا د ښځو د ازادۍ درس ورکوی.))

 هم په دغه پاڼه يې لاندې یو نظم لیکلې وی :

هغه چي تلی بیا راغلی نه دی

نه     نه      نه

دغه به نه کؤم زه

راځم به ضرور

ستا د لیدو د پاره

ادیب تري تپوس کوی، (( تا نور هم څه لیکلی دی ؟))

کوپړۍ وایی، (( او ما یوه کیسه بله هم لیکلۍ ده. دا اولنۍ کیسه ((هلک)) او ورپسې دا نظم چي کوم تاسو ولولل، دا دواړه که یو ځای کړئ شی نو د دې نه یوه بله کیسه جوړه شی. دا نؤۍ کیسه لنډه کیسه نه ده بلکي یو لوې داستان دې.))

ادیب وایی، (( زه پوه نه شوم.))

کوپړۍ وضاحت کوی، (( دا اوګورئ ستاسو په دفتر کي ډير څیزونه داسې دی چي د یوبل سره په ظاهره څه تعلق نه لری. مثال په توګه دا قلم دې، هغه ګلاس دې او داسې نور ډير څیزونه. خو که دا ټول څیزونه موږ راوخلو او په یو هار کښي يې اوپيرو نو بیا دا ټول مختلف څیزونه د یو هار حیصه جوړه شی. هم دغه شان ((هلک)) کښي هیرو مړ شی خو که د ((هلک)) لاندې دا نظم کيښودئ شی نو هیرو ژوندې پاتې شی او بل هلک مړ شی. د دې نؤۍ کیسۍ عنوان هم ((هلک)) دې.))

ادیب د کوپړۍ خبرۍ ډير په غور سره اووری.

کوپړۍ خپله خبره جاری ساتی، (( د ((هلک)) شاته پسِ منظر دا دې:

د جينۍ کور ته یوه رښته راځی. جينۍ په هغه وخت په خپله کوټه کښي وی. رښته غوښتونکی خلقو کښي یو هلک وی کوم له چي رښته غوښتې شی او د هلک مور او پلار. هلک ساده شان وی او غټۍ چشمۍ يۍ اچولۍ وی. د هلک مور او پلار کله چي د جينۍ مور او پلار سره د رشتۍ خبره شورو کړی نو هلک پټ شان پاسی او جينۍ لټوی چي کومه کوټه کښي ده. د غټو چشمو هلک د جينۍ کوټۍ ته ورسيګی او په مزه دروازه کولاو کړی او د ننه لاړشی. جينۍ چي څنګه اجنبی هلک په خپله کوټه کښي اووینی نو سخته ؤویريګی. جینۍ په دروازه خو وتۍ نشی ځکه چي هلته هلک ولاړ وی. جينۍ ناڅاپه د کړکی په لار بهر اوودانګی. هلک هم ورپسې بهر اوودانګی. جينۍ چي شاته هلک د ځان پسي روان اووینی نو د هغۍ په ویره کښي نوره هم اضافه اوشی. جينۍ اپلاو دپلاو ګوری. د جينۍ په کوڅه کښي یو لربه لرګی ماتوی. جينۍ د لربه نه یو لرګې وتښتؤی او د غټو چشمو هلک له په لرګی سر مات کړی. جينۍ لرګې ګوزار کړی او هم په هغه لرګی دپاسه د غټو چشمو هلک مات سر راپريوزی. جينۍ چي پوه شی چي هلک پاتيکيدونکې نه دې نو زغرده منډه کړی. خو مګر د غټو چشمو هلک لاتر اوسه جينۍ ته یوه خبره هم نه وی کړۍ او د مرګ نه مخکي جینۍ ته اولنۍ او اخیري خبره دا اوکړی ــ یه جينۍ ! ))

کوپړۍ وضاحت جاری ساتی، (( دا لنډه کیسه (هلک) په دې ځای ختمه شی. خو مګر موږ کولي شوو چي ((هلک)) او د هغي نه لاندې نظم دغه شان وتړوو:

هلک

جینۍ چي څنګه کړکۍ کولاو ولیده نو یې بهر ودانګل. د کړکۍ نه بهر جینۍ یو لربه ولیدؤ. د لربه نه جینۍ لرګی وتښتولؤ. په لرګي جینۍ د هلک سر مات کړؤ. هلک مات سر د لرګي دپاسه راپرېوتؤ. جینۍ مرګ ته نیزدې هلک په ځای پرېښودؤ او په زغرده وتښتېده. اخیري سااغستونکي هلک په منډې شوې جینۍ ته اولنۍ او اخیري خبره دا وکړه، یه جینۍ !

هغه چي تلی بیا راغلی نه دی

نه     نه      نه

دغه به نه کؤم زه

راځم به ضرور

ستا د لیدو د پاره

))

کوپړۍ زیاتوی، (( په دۍ نؤۍ اوګده کیسه کښي په جينۍ مئن هلک ژوندې پاتې شی او بل هلک مړ شی. هغه داسي چي په جينۍ مئن هلک خو په حقیقت کښي لربه وی. د غټو چشمو هلک چي کله مړ شی او جينۍ په منډه شی نو لربه جينۍ ته اووایی، (( هغه چي تلی بیا راغلی نه دی.)) ))

جينۍ ډير په قهر سره لربه ته مخ راواړوی او په ځواب کي ورته دا اووایی،  نه  نه  نه ))

او بیا لګ په کمۍ غصۍ سره جينۍ وایی (( دغه به نه کؤم زه،  راځم به ضرور.))

او بیا لګ په مسکا سره، (( ستا د لیدو د پاره.))

جينۍ خپل کور او کلې پريږی او وتښتيګی. جينۍ چي چرته ځی، لربه د جينۍ پسي هلته رسيګی. دا خو یو نه ختمیدونکې داستان دې.))

ادیب ته د کوپړۍ خبري ډير خوند ورکړی او ډائری بیا بیا لولی. ادیب چي پاڼه واړوی نو په بله پاڼه يې دا لیکلی وی:

افسانه نګار

هو، افسانه خو نګار خوښوي. مګر، نه خو زه نګار یم او نه ته افسانه يې.

کوپړۍ د دۍ ټوکړۍ وضاحت هم کوی، (( افسانه نګار د څلورو کردارونو یوه ډرامه ده. په دۍ کښي دوه کردارونه څرګند دی او دوه پټ. افسانه د جينۍ نامه ده او نګار د هلک. یو بل هلک چي غټ سر يې وی او یوه بله جينۍ چي دنګه پوزه يۍ وی. د دنګۍ پوزۍ جينۍ د غټ سر هلک خوښ وی او د غټ سر هلک افسانه خوښوي خو مګر افسانه نګار خوښوي. افسانه غواړی چي نګار ته په واده شی او د واده نه پس يۍ نامه شي، افسانه نګار…..د دنګۍ پوزۍ جينۍ د غټ سر هلک ته وایی، (( ماته پته ده چي ستا افسانه خوښه ده خو ولی زه څه د افسانۍ نه کمه ښائسته یم.)) ))

د غټ سر هلک ورته په ځواب کښي وایی، ((هو، افسانه خو نګار خوښوي. مګر، نه خو زه نګار یم او نه ته افسانه يې.)) ))

کوپړۍ د دۍ لنډي کیسي نور وضاحت هم کوی، (( په حقیقت خو نه افسانه جينۍ ده او نه نګار یو هلک بلکي افسانه  یعنی لنډه کسیه  خو هله افسانه شی چي افسانه نګار یعنی لیکوال يې اولیکی.))

ادیب چي ډائری اوګوری نو نور يې څه نه وی لیکلی. ادیب وایی، (( تا نور هم څه لیکلی دی؟ ))

کوپړۍ وایی،  (( او! زه په فلسفه، ریاضي او په فزکس هم خبرۍ کوم.))

ادیب وایی، (( اوس خو زما د روخصتۍ وخت دې که خوښه دې وی نو بل وخت به په دۍ خبرۍ اوکړو.))

کوپړۍ وایی، (( زه بیا راشم ؟ ))

ادیب وایی، (( د ستا خوښه.))

کوپړۍ بهر ته ځی خو مګر بیا د ادیب سره د نه لیدو فيصله اوکړی ولي چي ادیب کوپړۍ په خپله خوښه پريګدی. د کوپړۍ خوښه او ناخوښو شيبه په شيبه بدليګی. ))

دریمه برخه 

کوپړۍ دې ځل سوچ کوی چي خپل ملګری جوړ کړی او خپل پيغام په دا طریقه خلقو ته ورسوی.

کوپړۍ سوچ کوی:

(( کوپړۍ خپل ملګری سره لیدل کوی او ورته وایی، (( ملګریه که ته غواړې چي زما په خبرو پوه شۍ نو اول ضروری دا ده چي زما اُصولِ یوګایی (مونولاګ پرنسپل) اوپيژنې.))

ملګرې وایی، (( ستا ټولۍ خبرۍ ډيرۍ په زړه پوري وی خو که ته نه خفا کيږې زه ځم چي قلم او کاپی راواخلم. دې ځل زه غواړم چي ستا هره خبره په لیک کښي راولم. ستا د زړو ملاقاتونو خبرۍ هم ماته یادۍ دی، هغه به هم زه ولیکم.))

 کوپړۍ وایی، (( سمه ده. کله کله خو زه هسي د لیک نه ویريګم خو ستا ملګرتیا ماته هم ډاډګيرنه راکوی باید چي دا هر څه په لیک کښي راوستئ شی.))

ملګرې وایی، (( نن خو به ته زیاتۍ خبرۍ په خپل اُصولِ یوګايی کوې خو ورسره ورسره به زه ستانه په زړو خبرو هم ځان پوه کوم.))

کوپړۍ وایی، (( خه نو راځه چي اول د اُصولِ یوګايی (مونولاګ پرنسپل) نه د نن بحث شوروکړو خو اول بائد دا اوپيژنو چي یوګايی څه ته وایی. په ادب کښي چي یوګایی هر څه ته وایی هغه به تاته خه پته وی، زما په اصطلاح کښي یوګایی د خپل ځان سره خبرۍ کؤلو ته وایی. د خپل ځان سره خبرۍ یوه نؤۍ ژبه په وجود کښي راولی. په دغه نؤۍ ژبه هغه کس خه پوهيګی کوم کس چي دا نؤۍ ژبه معریفی کړی وی.))

ملګرې وایی، (( زما پري سر خلاص نه شو. خه به دا وی چي په مثالونو سره د یوګایی وضاحت اوکړي.))

کوپړۍ د خپل ملګری نه قلم او کاپی واخلی او فِلبدی دا او لیکی، ((رينډم واک د ټولو ژبو نه زیاته ايکسپريسیو ژبه ده.))

ملګرې وایی، (( دا خو څه پښتو ښکاريګی او څه د بلۍ ژبۍ ټکی.))

کوپړۍ وایی، (( اهو! رينډم واک په انګريزۍ ژبه کشي د فزکس یوه اصطلاح ده او ايکسپريسیو هم د انګريزۍ یو ټکې دې. دلته دا ضروری نه ده چي د دې مطلب څه دې بلکي د دغي مقولۍ نه دا پته لګيږی چي هر چا دا مقوله لیکلۍ ده هغه په پښتو، انګريزۍ او فزکس باندې پوه لری. دغه کس خپله ډائری هم په دا تړلشوۍ (اينټينګلډ) ژبه کښي لیکی. دا هم کيدائشی که چرته ورته ټکی ملاو نه شی نو د شکلونو استعمال هم کولې شی. او کله چي دا سړې په یوه ژبه پوره پوره پوه ولری نو ډير په اسانتیا سره دا تړلشوۍ ژبه بیلولې (ډيس اينټينګلډ) شی.))

ملګرې وایی، (( نو دا ځکه ستا زیاترو لنډو کیسو او مقولو نه دا ښکاریګی لکه چي یو کس خبرۍ کوی. ستا لنډه کیسه ((هلک)) هم ټوله منظرکشی ده او په اخیره کښي هلک صرف یوه خبره کړۍ ده ــ یه جينۍ ! او هم دغه شان په ((افسانه نګار)) کښي یو کردار دا خبره کوی، ((هو، افسانه خو نګار خوښوي. مګر، نه خو زه نګار یم او نه ته افسانه يې.)) ستا نورۍ لنډي کیسۍ او مقولۍ هم زیاتري دغه شان دی.))

کوپړۍ وایی، (( دا ځکه چي زه یو کس یم. زه په خپله خبره زیات خه پوهيګم. دا بل کس به څه ځواب راکوی ماته دا پته نشته.))

ملګرې وایی، (( په یوګایی خو زه پوه شوم. اوس راته دا اووایا چي دوګایی (ډائلاګ) څه ته وایی ؟ ))

کوپړۍ وایی، (( په دوګایی به چرته په بله موقعه خبرۍ اوکړو. بائد چی اول موږ اُصولِ یوګایی اوپيژنو. اُصولِ یوګایی زما خپله اصطلاح ده. اُصولِ یوګایی زه هغه فکر (سوچ) ته وایم کوم فکر چي یو کس په ازادې سره کولې شی او هیڅ د دۍ پروا او نه ساتی چي دا فکر څه مانا هم لری او که نه. مثال په توګه زه دا سوچ کولې شم چي د کائنات د یو سر نه بل سر ته لاړ شم. زه دا سوچ هم کولې شم چي په هوا کښي محلونه جوړ کړم، په وخت کښي مخکي او شاته سفر اوکړم، ځان په جنت او لیا په دوزخ کښي ووینم ، په خدای یقین اولرم او لیا تري انکار اوکړم، ځان په دائرو کښي بند کړم او لیا بندۍ دائرۍ ماتۍ کړم.))

ملګرې وایی، (( خو مګر د اُصولِ یوګایی ګټه څه ده ؟ ))

کوپړۍ وایی، (( تخلیق هله کيږی کله چي ته خپل سوچ د بندونو نه ازاد کړې. اُصولِ یوګایی تاته دا اِجازت درکوی چي فکر ازاد کړې.))

د کوپړۍ ملګرۍ ډیر خوشحاله شی. دا ملګرۍ هسي هم د مذهب نه ډير په تنګ وی. اُصولِ یوګایی په استعمال کښي راولی. ټولۍ دائرۍ ماتۍ کړی او جدید سوچ خپل کړی او په تلو تلو کي کوپړۍ ته دا ووایی، (( زه ګڼړشمير ملګری لرم. ما ستا ټولۍ خبرۍ د ځان سره لیکلی دی. زه کولې شم چي ستا فکر خپلو ټولو ملګرو ته ورسؤم.))

د کوپړۍ دا ملګرې لاړ شی او د کوپړۍ د فکر تبلیغ خپلو نورو ملګرو ته شوړر کړی. د کوپړۍ سوچ په خلقو کی لکه د وائرس خور شی. خلق زړۍ عقیدۍ او رواجونه پريګدی او نوۍ عقیده او کلچر خپل کړی. خو مګر زر پري حکومت خبر شی. حکومت کوپړۍ اونسی او مړ يې کړی. کیسه په دې ځای نه ختميګی. د کوپړۍ ملګری د کوپړۍ ټولۍ لیکنې رایو ځای کړی او د کتاب شکل ورله ورکړی. څوک د کوپړۍ په یوه خبره عمل شورو کړی او څوک په بله. څوک د کوپړۍ دا خبره عملی کړی، ((ما چي انکار ترې اوکړو نو ومي لیدو. چي تاسو يې منئ، نو نه يې وینئ.)). ځنې خلق دې ته دا رنګ ورکړی چي دلته د کوپړۍ اشاره  خدای ته ده. خلق ترې دا نتیجه راوباسی که خدای پیژندل غواړې نو اول ترې انکار اوکړه. خو مګر څوک د کوپړۍ په شان ذهین وی چي خدای محسوس کړئ شی. ډير خلق ملحدان شی. ځنې خلق د کوپړۍ په دا مقوله سوچ شورو کړی، (( په یوه شيبه زه په خدای یقین لرم او زه دا و وایم چي خدای نشته، او په بله شيبه بیا زه ملحد شم او وایم چي خدای شته.)). د کوپړۍ دا قول ډير ملحدان په دا مجبور کړی چي په خدای یقین ولری. ګڼړ شمير خلق د کوپړۍ دا فرمان په عمل کي راولی، (( شراب وڅکه، موسیقی ته غوږ کښيږده، د خدای نه انکار اوکړه. دا ټول کارونه وکړه، خو یو کار مه کوه، کتاب په پښه مه وهه.)). ځنې خلق خپل کلچر په دا خبره پريګدی چي کوپړۍ لیکلی وی، (( کله کله موسیقی په پردو ژبو کې هم اوره. )). ډير ځوانان لوی لوی فکرونه کول په دا خبره پريګدی چي کوپړۍ وایی، (( انسان په بنیادی طور سست دی. د مشکل نه د بچيدو او اسانتیا د حاصلولو له پاره دی لوی لوی فکرونه کوی. خلق دغسي انسان ته جینیًس وائ.)).

ځنۍ خلق د کوپړۍ بوتونه جوړ کړی او بیا ورته سجدۍ شورو کړی. یوه نوۍ عقیده او یو نوې مذهب منځ ته راشی.))

کوپړۍ ده ملګرو د جوړولو دا منصوبه هم رد کړی. کوپړۍ کله دا غواړی چي په نورو نومونو یاد شی.

څلورمه برخه  

کوپړۍ اوس په بله منصوبه سوچ کوی :

(( کوپړۍ خپل اُصولِ یوګایی په استعمال کښي راولی او په هوا کښي یو داسې روغتون جوړ کړی کوم کښي چي د هر مرض علاج کيدائشی. دا روغتون د مرګ علاج هم لری او د مریض هر ارمان پوره کولې شی. مریض ته د دې ضرورت نه پيخيګی چي د دې روغتون دپاره د یو هيواد نه بل هيواد ته لاړ شی بلکي دا روغتون لکه د لوی ديوال په ټوله مځکه خور وی. ځای په ځای دروازۍ لری. روغتون ته د ننوتو یوه او بهر ته د راتلو بله لار وی. په دې روغتون کي مریض ته داکتران او نرسانۍ د خپل محبوب په شکل کښي ښکاری. علاج په دې روغتون کښي مفت وی.

هغه خلق چي کينسر يې وی، د دې روغتون نه د راوتو سره د کينسر نه خلاص شی. د ايډز مریضان د ايډز نه روغ شی. ګوډیانو ته مات لاسونه او پښۍ ملاو شی. ړندوان په سترګو روغ شی. زاړه خلق بیا ځونان شی. چي څوک بچی نه لری ده هغو بچی وشی او نالائقه خلق د خو ذهنونو خاوندان شی.

مرګ د هميشه هميشه له پاره ختم شی، یو نه ختميدونکې ژوندون ټولو خلقو ته ملاو شی. د هرچا هر خواهيش پوره شی. ځنې خلق وغواړی چي ډير زامن يې وشی. څوک زړه ته نیزدې مړی بیا راژوندی کړی. څوک په دې لوی کائنات کښي د یوۍ کِهکشا نه بلۍ کِهکشا ته لاړ شی. انسان لکه د وائرس په ټول کائنات کښي خور شی.

هغه خلق چي په تاریخ کي د جنګیالانو نه متاثره وی، دوی ارمان اوکړی چي په ټوله نړۍ خپل حکومت اوکړی. دا خلق د دې روغتون نه د راوتو سره په جنګ شی او ټوله مځکه فتح کؤل شورو کړی. کوم خلق چي د فلاسفرانو نه متاثره وی، نوۍ فلسفۍ مخي ته راوړی. سوله راوستونکی خلق په نړۍ کښي امن راوستو کی کامیاب شی. مسلمان په ټوله دنیا کښي اسلام خور کړی، عسائی عسائت خور کړی، یهودی یهودئت خور کړی. د هر مذهب خلق خپله عقیده صحیح او پردۍ غلطي ثابته کړی.

خو مګر دا کله کيدائشی چي جنګیالی دا ووایی چي موږ په ټوله نړۍ قبضه اوکړه، سوله راوستونکی خلق دا ووایی چي موږ سوله راوسته، مسلمان د اسلام، عسایی د عسائت، یهودی د یهودیت او په ټولو نورو مذهبونو یقین لرونکی د خپلو عقیدو د صحیح توب دعاوه اوکړی. او هغه خلق کوم چي د زړه پوري نیزدې خلق په خنت او دښمنان په دوزخ کښي لیدل غواړی، ځنې خلق جنت ته او ځنې دوزخ ته اوليګی.

دا کيدائشی! د انسانانو به کاپیاني (ډوبلیکيټس) جوړي شی. متوازی کائناتونه ( پرلل یونیورسز) به په وجود کي راشی. جنګیالئ به په داسي یو کائنات کي اوسيګی چرته چي به ټول خلق د ده محکوان وی. سوله راوستونکئ به په یو بل کائنات کي اوسيګی، په دې کائنات کښي به ټول خلق په امن اوسيګی. مسلمانان به په یو بل کائنات کي اوسيګی. عسائان، یهودیان او د نورو ټولو مذهبونو خلق به په جلا جلا متوازی کائناتونو کښي اوسيګی. د هر چا ارمان به پوره شی او هره عقیده به صحیح ثابته شی.))

کوپړۍ د دې خیالی روغتون منصوبه هم رد کړی.

پینځمه برخه

 کوپړۍ یو ځل بیا اُصولِ یوګایی په استعمال کښي راولی او سوچ کوی :

(( کوپړۍ دوه سُپر روبوټونه جوړکړی. یو روبوټ ته دئ خه روبوټ او بل ته بد روبوټ وایی. دا دوړه سپُر روبوټونه د انسان نه هزاهاو درجۍ زیات ذهین وی، په خپله سوچ هم کولې شی او د هرۍ مسلۍ حل ډير زر او په اسانه طریقه راوخکئ شی. خه روبوټ د یوۍ دنګۍ، نرۍ او نازکۍ جينۍ په شکل کښي وی او بد روبوټ د یو غټ پټ او بدمخی سړې په شکل کښي وی.  دا خه روبوټ یو داسي سړې له ورکړی کوم چي په نړۍ کښي سوله او خوشحالی راوستل غواړی او بد روبوټ داسي یو کس له ورکړی کوم چي په دنیا کښي شر او فساد خورول غواړی. د خه روبوټ سختن په یو او د بد روبوټ سختن په بل هيواد کښي اوسيګی.

سوله او خوشحالی راوستونکئ سړئ خه روبوټ ته خپلۍ مسلۍ په ګوته کړی چي موږ د اقتصادی مسلو سره مخ یوو، د توانایئ (انرجی) کمۍ دېۍ او د خلقو سره روزګار نشته. خه روبوټ په سیکنډونو کښي یوه بيخی نوۍ تیوری بیاراوباسی. تیکنالوجی ډيره په مخکي لاړه شی. هر چرته نوۍ کارخانۍ جوړۍ شی. خلقو ته روزګار ملاو شی او توانایی خه زیاته شی. او د سولۍ او خوشحالۍ راوستونکی سړې د هيواد خلق ډير خوشحاله ژوند تيرول شورو کړی.

بل طرفته بد روبوټ ته خپل سختن دا حکم ورکړی چي ماته زما ټول دښمنان مړه کړه. بد روبوټ ځی او خپل سختن له ټول دښمنان اووژنی. چي واپس راشی نو بیا ورله سختن حکم ورکړی چي اوس بیا لاړ شه، زما د دښمنانو بچی هم مړه کړه، کورونه ورته وران کړه او د هغو سره چي هر څه مال او دولت وی ماته يې راوړه. بد روبوټ ته چي سختن څه حکم ورکوی هغه ترسره کوی. په دې هيواد کي ټول خلق د بربادۍ او تباهۍ سره مخ شی.

هم دغه شان د خه روبوټ په هيواد کښي د خلقو مطالبو کښي د وخت سره سره اضافه اوشی. څوک ورته وایی چي موږ نورو سیارو، ستورو، کِهکشاګانو او د کائنات ګوډ ګوډ د سترګو په رپ کښي ورسوه. څوک تري د یو داسې روغتون مطالبه اوکړی کوم چي د هر مرض علاج لری. د دې ملک خلق ټول روغ شی او د کائنات ګوډ ګوډ ته ورسيګی. انسان یو ځل بیا لکه د وائرس په ټول کائنات کښي خور شی.

خو یوه ورځ دا بد روبوټ رابئدار شی. د خپل سختن د حکم منلو نه انکار اوکړی او د خه روبوټ هيواد ته په دې غرض لاړشی چي د هغه سره د انسان د نه ختميدونکی هرس د مخنیوې څه لاره راوباسی. دا بد روبوټ چي د غټ پټ او بد مخی سړی په شکل کښي وی چي کله د نرۍ، دنګۍ او نازکۍ جينۍ په شکل کښي خه روبوټ اووینی نو د مخۍ سره پري مئن شی او د خپلۍ مینۍ اظهار ورسره په اولنې ملاقات کښي اوکړی. خه روبوټ ورته په ځواب کښي وایی چي دا وخت د مینۍ نه دې بلکي د انسان څه مخنیوه کؤل پکار ده ځکه چي اوس انسان لکه د وائرس په ټول کائنات خور شوې دې او د کائنات ټوله توانایی لګیا دې خُری. بد روبوټ ورته په ځواب کي وایی چي دا څه ګرانه خبره خو نه ده، انسان چي هر چرته وی مړ به يې کړو. خه روبوټ مرګ ژوبله نه خوښوی، خو مګر بد روبوټ د سترګو په رپ کښي لاړ شی او انسان چي چرته وی ختم يې کړی. اوس خه او بد روبوټ په یوه داسۍ دنیا کښي اوسيګی چرته چي انسان نه وی.

بد روبوټ د بدو کارونو نه توبه اوباسی او د خه روبوټ سره یو ځل بیا د مینۍ اظهار اوکړی. خو مګر اوس خه روبوټ د خپل ډير زیات قابلیت په وجه د یوۍ نفسیاتی مسلۍ سره مخ شوې وی. بد روبوټ چي اوس خه شوئ وی خپل محبوب په دې حال کښي نشی لیدئ او دا پخوانئ بد روبوټ چي د سړې په شکل کي وی، د یوۍ بلۍ نفسیاتی مسلۍ سره مخ شی.

اوس ښځه روبوټ او نر روبوټ دواړه په تکلیف کښي وی او سختۍ سختۍ نفسیاتی دورۍ پري بیا بیا راځی. چي څومره د دوی په قابلیت کښي اضافه کيګی نو په ردعمل کي نفسیاتی دورۍ نورهم خطرناک شکل اختیار واخلی.

چي د دې مسلۍ هیڅ حل راونوزی نو نر روبوټ  ښځه روبوټ ته دا مشوره ورکړی چي څنګه به وی چي موږ په خپله ځانونه اووژنو. خو مګر، ښځه روبوټ ځانمرګی کله خوښوی. نر روبوټ بله مشوره ورکړی چي موږ کولې شو چي د ځان نه هم پورته روبوټونه د داکترانو په شکل کښي جوړ کړو، دا داکتران به زموږ علاج اوکړی. نر روبوټ ته دا حل هم څه په ګټه نه ښکاريګی خو بله لار نه وی.

بلاخير داکتران روبوټونه جوړ شی. داکتران روبوټونه د ښځي روبوټ د مرض تخشص اوکړی او ورته ووايی چي ته د کوم نفسیاتی مرض سره مخ يې هغې ته بائی پولر وایی او نر روبوټ ته ووایی چي ستا د مرض نوم شيزوفرينیادې. داکتران روبوټونه ورته دا هم ووایی چي د انسانانو سره د دې مرضونو علاج نه ؤو خو موږ د انسانانو د هر مرض علاج کولئ شوؤ ځکه چي موږ د انسانانو نه پورته مخلوق یوو خو مګر زموږ د علاج دپاره زموږ نه هم پورته مخلوق پکار دې.

داکتران روبوټونه هم د دغه شان مسلو سره مخ شی او په لګه شيبه کي کائنات ټول د روبوټونو نه ډک شی. دا روبوټونه ځني د اټمونو نه هم زیات واړه وی او ځني د ستورو نه هم زیات غټ وی بلکي هر زره یو روبوټ شی. ستوری، سیارۍ او په کائنات کي هر یو شې د سترګو په رپ کښي مات شی، تس نس شی او د یو ګرد په شکل کښي کائنات یو ځل بیا فنا شی. ))

کوپړۍ د اُصولِ یوګایی استعمال پريګدی او په بله منصوبه سوچ شورو کړی.

     شپږمه برخه

کوپړي یو ځل بیا د خپل خیالی ملګری سره ملاويګی. سوچ کوی :

(( کوپړۍ د ليکچر شورو د خپلۍ دۍ مقولۍ نه کوی، (( زه پرانيستې، او ته بند کتاب یې. راځه چي دا کردارونه سره بدل کړو. اوس ته پرانپستې او زه بند کتاب شوم.))

ملګرې وایی، (( ته داسې ولي نه وايې چي اوس موږ دواړه پرانيستې کتابونه شوو.))

کوپړۍ وایی، (( کله چي موږ ټول پرانيستی کتابونه شوو نو هر کس به په هر یو شې خبر شی. یوه خبره به هم پټه پاتۍ نشی. هر شې به پوره پوره وپيژندل شی. د خبریالانو د پاره به داسې خبر پاتې نشی چي خلقو ته يي ورسوی. ورځپاڼړۍ او تيلویژن به خلق کتل پريږدی. پوهنتون له به خلق تلل پريږدی. او کله چي د هرۍ خبرۍ پته ولګیګی، نو خلقو ته به دا پته هم ولګيګی چي په تيرشوې وخت کښي څه شوی ؤو او په راتلونکې وخت کښي به څه کيږی. تجسس به نور پاتې نشی، نو ځکه دا پکار ده چي کردارونه بائد پيره په پيره کله بند او کله پرانيستی کتابونه شی.))

ملګرې وایی، (( دلته ستا د کردار نه مطلب څه دې؟ ))

کوپړۍ وایی، (( دا خو تا ډيره ښه پوښتنه اوکړه. تا مخکي هم یو تپوس کړې ؤو چي دوګایی (ډائلاک) څه ته وایی. په هغه وخت ما زیاتۍ خبرۍ په یوګایی کړۍ وۍ. اوس به راشوو کردار او دوګایی له. دې دواړو اصطلاګانو ته زه په عمومعی نظر ګورم. هر شې که سا پکښي وی او که نه وی، وجود يې وی او که نه وی، یو کردار لری. او دوګایی د دوو کردارونو تر مينځه خبرۍ کولو ته وایی. دوه زري هم د یو بل سره خبرۍ کوی. د فزکس په ژبه کښي د زرو تر مينځه خبرۍ کولو ته تعامل (انټراکشن) وایی.))‎

کوپړۍ لیکچر جاری ساتی، (( موږ چي په کوم کائنات کښي اوسيګوو، دغه کائنات ځان ته خپل تقدیر پخپله ټاکی. دا کائنات زموږ د مصنوی انقلابونو محتاج نه دې. موږ ته پکار ده چي هغه پوښتنۍ (سوالونه) اوکړو چي د کومو ځواب د یو بل سوال په شکل کښي نه وی. که موږ دا سوال اوکړو چي دا کائنات چا جوړ کړې دې. موږ ته که دا پته ولګيږی چي یو ذات داسې شته چا چي دا کائنات جوړ کړې دې نو بل سوال دا پیدا کيږی چي د هغه ذات خالق څوک دئ. دغسي سوالونو ته زه مبهم سوالونه (ايمبګوس کويسچنز) وایم. او که زه دا سوال اوکړم چي دا کائنات څنګه په وجود کښي راغلې. دغه سائنس دې. فکری او تجرباتی فزکس هم په دې سوال کار کوی.))

کوپړۍ لګ غلې شی او خپله خبره تقراروی، ((ممم! کائنات څنګه په وجود کښي راغلې، دا سوال څنګه سائنس دې.))

بیا غلې شی او مثالونه لټوی چي کوم مثال به زیات اسان وی چي ملګرې پري پوه کړی. رانيغ شی او وايی، (( ته داسې یو سړې په خپل تصور کښي جوړ کړه چا چي قلم ایجاد کړې ؤو. دا سړې موږ په یوه کوټه کښي بندی کؤو. په دا کوټه کښي دوه دروازۍ دې. یوه دروازه د ننوتو او بله د بهر راوتو ده. هغه دروازه چي د ننوتو ده، د هغۍ نه بهر موږ ګڼړ شمير خلق ودرؤو. دې خلقو ته موږ دا وایوو چي تاسو پيره په پيره کوټۍ ته د ننه لاړ شئ او د بندی نه دا پوښتنه اوکړئ چي تا دا قلم ولي جوړ کړې ؤو. په یو وخت کوټۍ ته د ننه صرف یو کس تلائشی. اولنې کس د ننه ځی او دا پوښتنه تري کوی. بندی ورته په ځواب کښي وايی، (( ما دا غوښتله چي د لیکنې دپاره د پرخړۍ استعمال ختم شی. زه نه غواړم چي د پرخړۍ دپاره خلق مارغه ووژنی.)). دا کس په بله دروازه بهر وځی خو دا اجازت ورته نه وی چي د هغې خلقو سره ملاو شی کوم چي لاتراوسه د ننه نه دی تلی. دویم کس د ننه ځی او هم دا سوال تقراره وی. دې کس ته بندی دا ځواب ورکوی، (( ما غوښتله چي پئسۍ اوګټم.)). دریم کس ته وایی، (( ماغوښتله چي مشهور شم.)). بیا بل کس د ننه ځی او بیا بل او بیا بل. بندی هر کس له جلا جلا ځوابونه ورکوی. دا ټول خلق چي بهر د یو بل سره ملاو شی نو هر یو کس پخپله دعاوه کلک ولاړ وی چي دا ماته يي کوم ځواب راکړې دا ټیک دې او نور ټول غلط دی. اوس دا ټول خلق یو ځل بیا په قطار کښي ودرؤو او دې ځل ورته وایوو چي دا پوښتنه تري اوکړئ چي دا قلم تا څنګه جوړ کړې ؤو. بندی د دې سوال ځواب چاته داسي ورکوی چي خټه راواخله او په ديوال يي وتپه نو قلم به تري جوړ شی. چاته وایی چي بهر لاړ شه او په بازینګړو سر شه نو قلم به جوړ شی. چاته وایی لاس اوچت کړه او منتر په ځان چوف کړه نو قلم به دې جيب له راشی. دا ټول خلق خپل خپل ترکیبونه تجروبه کړی خو په دې ټولو کسانو کښي صرف یو کس داسې وی چي د قلم په جوړولو کي کامیاب شی.))

او بیا ملګری ته وایی، (( د دۍ ټولۍ خبرۍ مطلب دا ؤو چي که غواړې چي مسله هواره شی نو ټیک سوال اوکړه. غلط سوالونه مسله نوره هم اوګده کړی.))

او په اخیره کي ملګری ته وايی، (( تاله خوب درغلې. ځه لاړ شه ووده شه خو د تلو نه مخکي زما اخیری خبره ووره، (( څه رازده کړه، نو په ځواب کښي به  زه هم څه در زده کړم.)) )) ))   

Leave a comment

Blog at WordPress.com.

Up ↑